مسولان د خوزستان د مشکلاتو حل په جدی توګه تعقیب کړی
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای جوته کړه خلکو خپل خپګان څرګند کړ خو له هغو هیڅ ګیله نشی کیدلې ځکه چی د اوبو مسله او هغه هم د خوزستان په ګرمې هوا کې وړکوټی مسله نده .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای حکومتی او غیر حکومتی ادارې ژمنې کړې د خوزستان ولایت د خلکو مشکلات او مسایلو ته جدی پاملرنه وشی .
د رهبرۍ ستر مقام نن د ایران د برکت کوو واکسین د دوهم ډوز له ترلاسه کولو وروسته د خوزستان د خلکو مشکلاتو ته اشاره وکړه او ویې فرمایل په وروستیو ورځو کې واقعا یوه دردونکی اندیښنه د خوزستان د اوبو او د خلکو دمشکلاتو مسله وه .
هغوی د خوزستان د اوبو او د اهواز ښار د فاضلابو په اړه د ډیرو مخکنیو سپارښتنو په نه رعایتیدا په ګیلې کولو سره زیاته کړه که هغو سپارښتو ته پام شوی وې نو په مسلمه توګه اوسنی وضعیت به نه رامینځته کیده چی د خوزستان وفادار خلک له دغو ټولو امکاناتو ، طبیعی وړتیاواو په دغه ولایت کې د کارخانو له شتون سره سره ناراضی و خپه کړی .
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای جوته کړه خلکو خپل خپګان څرګند کړ خو له هغو هیڅ ګیله نشی کیدلې ځکه چی د اوبو مسله او هغه هم د خوزستان په ګرمې هوا کې وړکوټی مسله نده .
هغوی د سپیڅلی دفاع د اتو کلونو د مشکلاتو په لومړنۍ کرښه کې د خوزستان د خلکو سرشیندونکی او وفادارانه شتون ته په اشارې سره وفرمایل دغه خلک باید له مشکلاتو سره مخامخ نشی او که په خپل وخت د خلکو مشکلاتو پام شوې وای نو دغه وضعیت به نه رامینځته کیده .
حضرت ایت ا... خامنه ای په عین حال کې خلکو ته د دښمن د دسیسو په وړاندې د څارنې سپارښتنه وکړه او ویې فرمایل دښمن په دې پسې دې چی له هر څیز د هیواد ، انقلاب او د خلکو د ګټو پرضد استفاده وکړی . پر دې اساس باید خیال وساتل شی چی د هغو لاس ته پلمه ورنکړل شی .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز له کرونا سره په مقابله په تیره بیا د داخلی واکسین په تولید کې د څیړاندو او پوهانو له زحمتونو او مجاهدتونو په قدرونې سره د کرونا ناروغۍ د خپریدا تر بندیدا پورې د روغتیایی رودو د بشپړه رعایتولو په دوام ټینګار وکړ .