جنرال سلامی :هیڅ هیواد د ایران له شرایطو سره ندې مخامخ
جنرال سلامی له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره وسله وال ځواک ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حکم ته په اشارې سره زیاته کړه پر درملیزو تابیاو سربیره هغه معیشتی مشکلات چی د کرونا په خاطر رامینځته شوی دی ، هم زمونږ لپاره بل مسولیت رامینځته کړی
د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان جنرال سلامی وویل هیڅ هیواد ایران ته په ورته شرایطوکې ندې ځکه چی مونږه پر کرونا ناروغۍ سربیره سختو بایکاټونو او یوه اقتصادی جنګ سره مخامخ یو .
ده زیاته کړه ساتندویه ځواک د ایران د ملت لپاره د رامینځته شویو شرایطو اووضعیت په نسبت د دندې احساس کوی .
جنرال سلامی له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره وسله وال ځواک ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حکم ته په اشارې سره زیاته کړه پر درملیزو تابیاو سربیره هغه معیشتی مشکلات چی د کرونا په خاطر رامینځته شوی دی ، هم زمونږ لپاره بل مسولیت رامینځته کړی چی په دې لړ کې هم هڅه کوو په معیشتی پیکجونو کې هم په پوره توان سره په ډګر کی ووسو .