په ایران کې وحشي کرونا نور۶۹۴ کسان قرباني کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104786-په_ایران_کې_وحشي_کرونا_نور۶۹۴_کسان_قرباني_کړل
په دغې اعلامیې کې ویل شوي دي د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیرو شواروز کې په هیواد کې نور۳۶ زره اوه سوه اته پنځوس ککړ کسان پيژندل شوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2021 11:01 Asia/Kabul
  • په ایران کې وحشي کرونا نور۶۹۴ کسان قرباني کړل

په دغې اعلامیې کې ویل شوي دي د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیرو شواروز کې په هیواد کې نور۳۶ زره اوه سوه اته پنځوس ککړ کسان پيژندل شوي

زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د روغتیائي چارو زوارت  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئیل ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په کرونا ککړو نورو  694کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  چې له دوي سره په ایران کې  د  کرونائي قربانیانو شمیر  یو لک څلور زره اوه سوه شپاړس تنو ته رسیدلی دی .

 په دغې اعلامیې کې  ویل  شوي دي  د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیرو شواروز کې  په هیواد کې نور۳۶ زره اوه سوه اته پنځوسککړ کسان پيژندل شوي  چې  له دوي سره په درست ایران کې  دککړو کسانو شمیر څلور میلیون اته سوه درې دیرش یو سل پینځه دیرش  تنو ته زیات شوی  دی .