رئیسي:
د ایران چارې د ټولو قواؤ همفکرۍ او ملګرتیا ته ضرورت لري
ولسمشر رئیسي: په هیواد کښې هر ډول ترقي د قواؤ او د اسلامي انقلاب د ټولو ځواکونو په یووالي او پيوستون کښې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې شک نشته د هیواد چارې او مسائل د هیواد د ټولو قواؤ همفکرۍ او ملګرتیا ته ضرورت لري، وویل: په هیواد کښې هر ډول ترقي د قواؤ او د اسلامي انقلاب د ټولو ځواکونو په یووالي او پيوستون کښې ده.
سید ابراهیم رئیسي تیر مازیګر د ایران د درې واړو قواؤ د مشرانو په غونډه کښې د قواؤ د مشرانو د غونډو ترسره کیدل د هیواد د مسائلو د هواري لپاهر د همفکرۍ په لړ کښې ډیره ښه زمینه وبلله او زیاته یې کړه: نن سبا په هیواد کښې د کرونا په شمول ډیر مهم مسائل لرو چې خلک ترې سخت کړیږي او د دې ستونزې هوارې، د ټولو ارګانونو او ادارو همفکرۍ او ملګرتیا او د هیواد له ټولو وړتیاؤ کار اخیستو ته ضرورت لري.