ایران کښې ۶۶۹ تنه نور د کرونا قرباني شول
(last modified Mon, 30 Aug 2021 12:08:57 GMT )
Aug 30, 2021 16:38 Asia/Kabul
  • ایران کښې ۶۶۹ تنه نور د کرونا قرباني شول

د ایران د روغتیا وزارت په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړیدو له امله ۶۶۹ کسان مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړیدو له امله ۶۶۹ کسان مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت له خوا په خپرو شویو احصائیو کښې لولو چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د کوویډ-۱۹ ۶۶۹ تنه ناروغان مړه شول چې ورسره د کرونا له امله د مړو ټول شمیر ۱ لاک ۷ زره او ۱۵۱ کسانو ته ورسید.

دغه وزارت هم داشان وویل چې له پرون نه تر ننه پورې په ټول ایران کښې ۳۳ زره او ۷۸۰ تنه نور په کرونا ککړ شوي دي چې ورسره د دغه ډول ناروغانو ټول شمیر ۴ میلیون، ۹ لکه، ۶۰ زره او ۷۴۴ تنو ته ورسید.

خبر هم داشان زیاتوي چې په تیر شواروز کښې د کرونا واکسینو ۷ لکه ۶۵ زره او ۱۳۴ ډوزه لګول شوي دي.