د ویانا اټومي خبرې باید د ایران ګټې تامین کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په ټویټر اینټرنیټ پاڼه کښې د جرمني ، د فرانسې او د اسټریا د خارجه وزیرانو د مبارکۍ ویلو تماس ته په اشارې سره وویل ما د دغو دریو (۳) اروپایي هیوادونو له خارجه وزیرانو سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار کړی دی چې د ویانا خبرې باید د ایران ګټې او حقوق تامین کړي .
حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د اروپايي اتحادیې غیر مسولانه او بې عمله کړچار باید پاې ته ورسیږي وویل په دغو ټیلي فوني تماسونو کښې د انډوله خارجي سیاست ، له اروپايي اتحادیې سره د اړیکو د تنظیمولو ، د کورونا د واکسینونونو د استولو ، د افغانستان او د سیمې د حالاتو او د اټومي تړون د حالت په هکله بحث او سلامشورې وشوې .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د جرمني له خارجه وزیر هایکو ماسس سره ټیلي فوني خبرو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د ویانا د خبرو اترو اصل د منلو وړ دی او دغه خبرې کیږي دریو (۳) اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمني ته سپارښتنه وکړه خپل کړچار بدل کړي او په اټومي تړون کښې د بیان شویو ژمنو په اجرا کښې خپله بې عملي پاې ته ورسوي .
د ایران اسلامي جمهوریت په ویانا کښې د اټومي خبرو اترو د نوي پړاو له لومړیو څخه په ځلونو ویلي دي چې د ایران پرضد د امریکا ټول لګول شوي بایکاټونه ختم شي او د دغو بایکاټونو د ختمیدا د حقیقت له معلومیدا وروسته به ایران خپلې ژمنې اجرايي کړي .