په سختو ورځو کښې د لبنان ملاتړاو ملګرتيا ته چمتو يوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106650-په_سختو_ورځو_کښې_د_لبنان_ملاتړاو_ملګرتيا_ته_چمتو_يوو
د ايران خارجه وزير په يو ټوئيټ کښې وليکل، په سختو ورځو کښې د لبنان ملاتړاو ملګرتيا ته چمتو يوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 09, 2021 12:15 Asia/Kabul
  • په سختو ورځو کښې د لبنان ملاتړاو ملګرتيا ته چمتو يوو

د ايران خارجه وزير په يو ټوئيټ کښې وليکل، په سختو ورځو کښې د لبنان ملاتړاو ملګرتيا ته چمتو يوو.

د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان نن په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: د لبنان له لوړ رتبه چارواکو، د ګوندونو له مشرانو او پوهانو سره مو مهمې خبرې اترې کړې دي. هغه په دوام کښې وليکل؛ د لبنان د حزب ا... له مشر سره هم څو ساعته ګټورې صلاح مشورې اوشوې.

امير عبداللهيان په دغه ټوئيټري پېغام کښې زياته کړه، لبنانيانو ته مو د نوي حکومت په تشکيلولو مبارکي وويله او د ملګرتيا د پراختيا زمينه برابره ده.

د ايران خارجه وزير له لبناني چارواکو سره د کتنې او صلاح مشورې لپاره بيروت ته لاړ دے.