له سعودي سره د ايران اقتصادي تعلقات شروع شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107472-له_سعودي_سره_د_ايران_اقتصادي_تعلقات_شروع_شول
د ايران د صادراتو د کنفيډرېشن مشر وويل: له سعودي سره اقتصادي تعلقات شروع شوي او د ايراني سامانونو وړونکې وړومبنۍ کيشتۍ د سعودي په يو بندر کښې لنګر اچولے دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 28, 2021 07:19 Asia/Kabul
  • له سعودي سره د ايران اقتصادي تعلقات شروع شول

د ايران د صادراتو د کنفيډرېشن مشر وويل: له سعودي سره اقتصادي تعلقات شروع شوي او د ايراني سامانونو وړونکې وړومبنۍ کيشتۍ د سعودي په يو بندر کښې لنګر اچولے دے.

محمد لاهوتي پرون له ايران پرېس سره په خصوصي مرکه کښې زياته کړه، سياسي تعاملات په اقتصادي ملګرتيا هم تاثير کوي او د تاوتريخوالي ختمېدل به په چاپېره بازارونو کښې لا زيات فعاليتونه ولري.

هغه وويل، البته له ګاونډي هېوادونو سره په تجارتي تعلقاتو کښې بېنکي او تجارتي روابط له يو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي چې هوار به شي او په نزدې راتلونکي کښې به له ګاونډي هېوادونو سره د تجارت پراختيا ممکنه شي.

لاهوتي زياته کړه، البته داسې ښکاري چې په راتلونکو څو مياشتو کښې به بنديزي او بائيکاټي اثرات په ختمېدو شي او له ګاونډيانو سره به تعلقات لا ښه شي.