امیر عبداللهیان د ایران خارجه سیاست بیان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108286-امیر_عبداللهیان_د_ایران_خارجه_سیاست_بیان_کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د یوه ډله شناندو، د پوهنتون د استادانو، د رسندوي فعالانو او د ایران د سفیرانو کوربه و
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2021 02:26 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان د ایران خارجه سیاست بیان کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د یوه ډله شناندو، د پوهنتون د استادانو، د رسندوي فعالانو او د ایران د سفیرانو کوربه و

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د یوه ډله شناندو، د پوهنتون د استادانو، د رسندوي فعالانو او د ایران د سفیرانو کوربه و

امیر عبداللهیان په دغې غونډې کښې د ایران د حکومت د بهرني سیاست په بیانولو او له ایټمي موافقې د امریکې له غیرقانوني وتنې او هم داشان د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د دغې موافقې د اروپايي غړو له عمل نه کولو سره سره د ویانا خبرواترو ته په کښیناستو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په ښه نیت باندې په ټینګار سره د امریکې د ظالمانه، غیرقانوني او یواړخیزو بندیزونو د ختمولو په موخه دوباره د خبرواترو په پیلولو کښې د ایران سیاست تشریح کړ.

د دغې غونډې په دوام کښې د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال علي باقري هم تراوسه د ترسره شویو اقداماتو او دریځونو په بیانولو سره، د دغو خبرواترو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاستونو مختلف اړخونه تشریح کړل.

په یاده غونډه کښې ګډونوالو هم په دې لړ کښې خپلې لیدتوګې وړاندې کړې او د داشان غونډو د دوام په هکله یې یوشمیر وړاندیزونه وکړل.

ټاکل شوې چې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ مذاکرات د روانې نومبر میاشتې په ۲۹ نیټه په ویانا کښې ترسره شي.