امریکا دې په افغانستان کښې لاسوهنه نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108454-امریکا_دې_په_افغانستان_کښې_لاسوهنه_نه_کوي
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن مرستیال مشر د افغانستان په امنیت او ثبات باندې د اغیزناکو عواملو په توګه د افغانستاني ډلو ترمینځ په تعامل او په دغه هیواد کښې د امریکې په دخالت نه کولو باندې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 08:39 Asia/Kabul
  • امریکا دې په افغانستان کښې لاسوهنه نه کوي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن مرستیال مشر د افغانستان په امنیت او ثبات باندې د اغیزناکو عواملو په توګه د افغانستاني ډلو ترمینځ په تعامل او په دغه هیواد کښې د امریکې په دخالت نه کولو باندې ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن مرستیال مشر د افغانستان په امنیت او ثبات باندې د اغیزناکو عواملو په توګه د افغانستاني ډلو ترمینځ په تعامل او په دغه هیواد کښې د امریکې په دخالت نه کولو باندې ټینګار وکړ

ابراهیم عزیزي د افغانستان بدلونونو او د روانو حالاتو په سمولو کښې د ګاونډي هیوادونو رول ته په اشارې سره وویل: د سیمې او نړۍ پام د افغانستان بدلونونو ته اوښتې دی. افغانستان له ایران سره ګډه پوله لري ځکه د دغه هیواد بدلونونه زمونږ  لپاره هم اهمیت لري او هم راباندې تاثیر کوي.

ښاغلي عزیزي څرګنده کړه: د افغانستان ټول مسائل باید په دغه هیواد کښې دننه هوار شي او د افغانستاني ډلو ترمینځ مذاکره او تعامل د دغه هیواد په امنیت، ثبات او قرارۍ کښې اغیزناک رول لري.

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مرستیال مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په افغانستان کښې د سلطه ګرانو په تیره بیا د امریکایانو دخالت پکار دی ختم شي، وویل: امریکایان دې په افغانستان کښې له لاسوهونکي رول څخه لاس واخلي او پرې دې ږدي چې د دغه هیواد مختلفې ډلې، بهیرونه او قومونه د خپل هیواد د مسائلو په اړه پریکړه وکړي او د امریکایانو دخالت نه کول د افغانستان په ثبات کښې ډیر اغیزناک رول لري.