امريکه په برجام کښې د رامنځته شوي حالت ذمه واره ده
په داسې حال کښې چې د ايران په خلاف د امريکې د غېرقانوني بنديزونو د ختمولو لپاره د ويانان د خبرو اترو نوے پړاو د نومبر په ۲۹ نېټه جوړيږي. امريکه نه يوازې د خپل روغ نيت د ښودلو لپاره څه محسوسېدونکے اقدام نه دے کړے بلکه د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف په نويوبيانيو او بنديزونو سره د پروپېګنډو کوشش کوي.
د ايران په چارو کښې د امريکې د حکومت خاص استازي رابرټ مېلي او د دريو اروپائي هېوادونو يعنې جرمني، برطانيې او فرانسې استازيو او د فارس خليج د ملګرتيا د شورا استازيو په رياض کښې په يوه غونډه کښې په يوه بيانيه کښې د بې بنيادو ادعاګانو په تکرارولو سره ايران په سيمه کښې په بې ثباته کؤنکو فعاليتونو تورن کړ.
د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د تېرې جُمعې په ورځ په خپل يو ټوئيټ کښې د دغې بيانيې په ردعمل کښې د امريکې حکومت د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د خلاف ورزي کؤنکي او هغه لوري په توګه چې له برجام اېټمي موافقې وتلے دے د رامنځته شوي حالت ذمه وار وبلۀ.
ايران د امريکې د دغه غېرذمه دارانه چلند او د برجام د خلاف ورزۍ په وجه زيات زيانونه زغملي دي. د ايران د خارجه وزيز مرستيال علي باقري څلورو اروپائي هېوادونو فرانسې، جرمني، برطانيې او اسپانيا ته په خپل وروستي سفر کښې او همدارنګ د روسيې او چين د خارجه وزيرانو له مرستيالانو سرګئ ريابکوف او ماژائوسو سره په خبرو اترو کښې په همدې ټکي باندې په تاکيد سره د راتلو خبرو اترو لپاره د يو ضرورت په توګه د ايران په خلاف د امريکې د غېرقانوني بنديزونو په موثره توګه په ختمولو باندې تاکيد وکړ.
امريکه د اروپائي ټروئيکا په ملتيا سره که څه هم په ظاهر کښې د برجام د احياء لپاره د خبرو اترو په ضرورت باندې تاکيد لري خو د هغوي د اقداماتو ماهيت ښودنه کوي چې هغوي د ايټمي انرجۍ له نړيوال اژانس څخه په اوزاري استفادې سره په ايران باندې د دباو د زياتولولو لپاره يوه غږمله سناريو پلان کړې ده.
د څارونکي سېسټم له ژمنو نه د وراخوا غوښتنو او ادعاګانو د بيانيو صادرول او په داسې حالاتو کښې چې آژانس او د هغه لويديځ غړي په خپلو ژمنو او دندو عمل نه کوي د زياتې غوښتونکي او د څارنې د سېسټم په خلاف غوښتنو د تپلو لپاره کوشش د سياسي اهدافو لپاره له آژانس څخه يو ډول اوزاري استفاده ده.
له ايران څخه د امريکې او اروپا له قانونه وراخوا غوښتن او د بې بنيادو ادعاګانو تکرار په دې ګمان باندې يو تائيد دے چې د ويانا د خبرو اترو په فضاء باندې د تاثير کولو لپاره يو غږمله سياست د تعقيب په حال کښې دے.
د امريکې په دوه رنګه چلندونو د ايران د خارجه وزارت د وياند نيوکه په همدې ټکي ته اشاره ده. خطيب زاده وويل: هغه هېوادونه چې پکار دے په يمن باندې د اوه کلن تيري په شمول په سيمه کښې د خپلو ماجرا لټؤنو او تېريو ځواب ويؤنکي وي نه شي کولې د مدعي په توګه د نورو په خلاف تورونه مطرح کړي او له ځان څخه د دغو جنايتونو ذمه واري پاکه کړي او عامه ذهنونه منحرف کړي. امريکه د ايټمي وسلو د استعمال په مخينې سره او د مختلفو هېوادونو په چارو کښې د ګڼ شمېر مداخلتونو په تورې مخينې او د دنياپه مختلفو سيمو د وسلو او جنګي سازوسامانونو د ترټولو اصلي خرڅؤنکي په توګه د ايران په خلاف د بحران رامنځته کولو او فضاء جوړولو په لټه کښې ده.
بې له شکه دا ډول چلندونه به نه يوازې له خپلو قانوني حقوقو او ګټو څخه د ساتنې او دفاع لپاره د ايران په اراده څه تاثير ونه کړي بلکه د موجوده حالت پېچلتياوې به لا زياتې کړي.