د خارجه وزارت ویاند د ایران په کنسولګرۍ باندې تیری وغنده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندوي په هامبورګ کښې د خپل هیواد د کنسولګرۍ باندې تیری غندلی دی
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندوي په هامبورګ کښې د خپل هیواد د کنسولګرۍ باندې تیری غندلی دی
سعید خطیب زاده پرون په هامبورګ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ په ودانۍ باندې د حملې په غندلو سره د جرمني له حکومته وغوښتل چې ویانا د کنونشن په چوکاټ کښې په دغه هیواد کښې د ایران د سفارتي ځایونو د امنیت په تامینولو کښې په خپلو پریکنده دندو باندې جدي او مسئولانه عمل وکړي.
هغه څرګنده کړه: د جرمني له حکومته تمه کیږي چې د دغې حملې د جزئیاتو په دقیقې څیړنې او د هغې له عامل یا عاملانو سره د جدي چلند په ترڅ کښې، د دغه ډول تیریو د تکراریدو د مخنیوي لپاره پایدار او اغیزناک تدابیر غوره کړي.
د ویلو ده چې د جمعې په ماښام د جرمني په هامبورګ ښار کښې د ایران د کنسولګرۍ په ودانۍ باندې د نامعلومو کسانو له خوا حمله شوې خو له نیکه مرغه په کښې چا ته زیان نه دی رسیدلی البته د کنسولګرۍ ګیټ خراب شوی دی.