د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي تهران ته راورسید
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس سیکتر د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې له مشر او خارجه وزیر سره د ملاقاتونه په موخه تهران ته راغلی دی
رافائل ګروسي تیر ماښام د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته راغی. ټاکل شوې چې هغه به د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې له مشر محمد اسلامي او هم داشان د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه ولري.
د تهران په هوايي ډګر کښې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاندوي بهروز کمالوندي د رافایل ګروسي هرکلی وکړ.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې او د ایټمي انرجۍ د نړیوال سازمان ترمینځ د ملګرتیاؤ د معلوم چوکاټ د جوړولو په هکله خبرې اترې، له ایراني چارواکو سره د ګروسي د مذاکرې چورلیز او موضوع اعلان شوې ده.
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي پرون تهران ته د خپل سفر په هکله په یو ټویټ کښې هیله ښودلې چې له ایراني چارواکو سره په مخامخ خبرواترو کښې آژانس وتوانیږي د ایران د ایټمي فعالیتونو د رښتیا آزماینې فعالیتونه دوباره پيل کړي.
په عین حال کښې د ایران د خارجه وزارت ویاندوې سعید خطیب زاده پرون په خپلې اونیزې خبري غونډې کښې، تهران ته د ګروسي سفر ته په اشارې سره ویلي وو: تل هڅه شوې ده چې د ایران او آژانس اړیکې تخنیکي او د آژانس د سلوکونو، څارنې او اساسنامې په چوکاټ کښې وي.