د سپکو وسلو د قاچاق د مخنیوي پروګرام دې بشپړ اجرا شي
ایران د سپکو وسلو له قاچاق سره د مبارزې د اقدام د پروګرام د بشپړې اجرا غوښتونکی دی
ایران د سپکو وسلو له قاچاق سره د مبارزې د اقدام د پروګرام د بشپړې اجرا غوښتونکی دی
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرني ملاتړ وړ ترهګرو د قرباني په توګه د سپکو او وړو وسلو له قاچاق سره د مبارزې د اقدام د پروګرام د بشپړې، اغیزناکې او متوازنې اجرا د ضمانت غوښتنه کوي.
مجید تخت روانچي پرون د امنیت شورا په غونډه کښې په صلحې او امنیت باندې د وړو او سپکو وسلو د قاچاق د آثارو په هکله وویل: د نورو هیوادونو په شان ایران هم د سپکو او وړو وسلو د غیرقانوني تجارت او نامسئولو کسانو ته د دغه ډول وسلو د رسیدو د انساندوستانه، ټولنیزو، امنتیي او اقتصادي پایلو په اړه اندیښمن دی.
هغه زیاته کړه: د وړو او سپکو وسلو د غیرقانوني تجارت له ټولو اړخونو سره د مقابلې د اقدام پروګرام د دغې ښکارندې څواړخیزو ننګونو ته د پاملرنې یوازنې نړیوال چوکاټ دی.