د ایران او ازبکستان خارجه وزیرانو ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108896-د_ایران_او_ازبکستان_خارجه_وزیرانو_ملاقات_وکړ
د ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ترکمنستان په پلازمینې عشق آبار ښار کښې په خپلو کښې ملاقات او خبرې اترې وکړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 02:14 Asia/Kabul
  • د ایران او ازبکستان خارجه وزیرانو ملاقات وکړ

د ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ترکمنستان په پلازمینې عشق آبار ښار کښې په خپلو کښې ملاقات او خبرې اترې وکړې

د ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ترکمنستان په پلازمینې عشق آبار ښار کښې په خپلو کښې ملاقات او خبرې اترې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره یوځاې د اکو په سرمشریزه کښې د ګډون په موخه عشق آباد ته تلی دی، بیګا یې د ازبکستان له خارجه وزیر عبدالعزیز کامل اف سره کتنه درلودله.

د اکو د غړو هیوادونو د مشرانو پنځلسمه غونډه نن په عشق آباد ښار کښې ترسره کیږي چې په کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په خپلې وینا کښې د سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا په تیره بیا د اکو سازمان د غړو هیوادونو د اقتصادي تبادلاتو او ملګرتیاؤ د سویې د لوړولو او مخې ته یې د پرتو خنډونو د ختمولو په هکله خپل دریځونه او وړاندیزونه بیان کړي.