د ایران او د څلور جمع یوې ډلې غړیو کتنې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108934-د_ایران_او_د_څلور_جمع_یوې_ډلې_غړیو_کتنې_کړي_دي
ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی په ویانا کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ سرپرست محمد رضا غائبي د اروپایي اتحادیې له استازي او د څلور جمع یوې ډلې له نورو غړیو سره د ایران د پلاوي د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه کتنو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 10:27 Asia/Kabul
  • د ایران او د څلور جمع یوې ډلې غړیو کتنې کړي دي

ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی په ویانا کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ سرپرست محمد رضا غائبي د اروپایي اتحادیې له استازي او د څلور جمع یوې ډلې له نورو غړیو سره د ایران د پلاوي د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه کتنو خبر ورکړ .

هغه ډاګینه کړه د ایران مرکچي ټیم چې مشرۍ یې د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني کوي ویانا ته تللی دی پرون په خبرو کښې د ګډون کونکو هیوادونو له ځینو استازیو سره پرون کتنه کړي ده او نن به هم د چین او د روسیې د پلاویو د مشرانو او د کارپيژاندو او د اروپايي اتحادیې له غږملونکي انریکه مورا سره دوه اړخیزه او درې اړخیزه کتنې ولري .

په ویانا کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ سرپرست محمد رضا غائبي وویل د اټومي تړون د ګډ کمیسیون اصلي خبرې اترې به سبا د اټومي موافقې د ټولو غړیو  هیوادونو د اصلي پلاویو په ګډون سره په کوبورګ هوټل کښې وشي .

سبا ورځ د اسټریا هیواد پلازمینه ویانا ښار د امریکا د بندیزونو د ختمولو لپاره د ایران او د څلور جمع یوې ډلې د خبرو اترو کوربه دی  .

بل خبر دا چې د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند محمود عباس زاده وویل د ژمنې په وړاندې ژمنه د ویانا په خبرو کښې د ایران منطق دی .

هغه د ایران او د څلور جمع یوې ډلې د خبرو اترو پیلیدا ته په اشارې سره وویل امریکا د خپلو ژمنو پرخلاف له اټومي تړون ووتله او اروپايي هیوادونو هم له کړیو ژمنو سره سره د هغه تاوان د جبرانولو لپاره چې ایران ته رسیدلی دی هیڅ ګام پورته نکړ .