د ایران او د تاجیکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو خبري اترې
Nov 29, 2021 03:50 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اکو د غونډي له مشرانو سره د کتنې په دوام کې د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهر الدین سره خبري اتري وکړې.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت او د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اکو په چوکاټ کې د سیمه ایزو همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو په هکله سلامشورې وکړې.
همدارنګه د اکو د مشرانو د غونډي په ترڅ کې د اکو د اقتصادي همکاریو د سازمان مشر خسرو ناظري هم امیرعبداللهیان سره ولیدل.
د اکو د اقتصادي همکاریو د مشرانو پنځلسمه غونډه د ترکمنستان په پلازمینې عشق آباد کې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی په حضور سره تر سره شوه.
ټیګونه