په ویانا کې د باقرې ډیپلماټیکي سلامشورې
د اسلامي ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي سلاکار او د ایران د پلاوی مشر علی باقري کني د برجام د ایټمي نړیوالي موافقې د ګډ کمیسیون د ناستې په نوی پړاو کې په دوو اړخیزو او څو اړخیزو چوکاټونو کې د ۱+۴ له هیوادونو سره خبري اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال چي په مختلفو ډګرونو کې لکه حقوقي، انرجۍ او بانکې کارپوهانو د جګپوري پلاوی په مشری ویانا ته تللی و د یکشنبې په ماځیګر د مختلفو موضوعاتو په چوکاټ کې مسلکې غونډې تر سره کړې.
هغه په یاده غونډه کې تر سلامشورو وروسته د چین او د روسیې له استازو او د اروپایي اتحادیې د بهرني چارو د سرمنشی له مرستیال انریکه مورا چي د برجام د ګډ کمیسیون مشري په غاړه لري، خبري اترې وکړې.
ورته مهال کې په ویانا کې د روسیې استازی میخائیل اولیانوف په خپل ټوویټر کې ولیکل: چین، ایران او روسیه د یکشنبې په ورځ د رسمي مذاکراتو د پیلېدو لپاره د چمتووالې په موخه سلامشورې وکړې.
نن دوشنبه د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې د ګډ کمیسیون نوې غونډه تر پنځه میاشتنې ځنډ وروسته د ۱+۴ د هیوادونو د ډیپلماټانو او د ایران او د اروپایي اتحادیې داستازو په ګډون سره پیلیږي.
د ایران د مذاکراتي پلاوی مشر د برجام پوري اړوند په ایران باندې د ټولو منجمله د زیات فشار د سیاست په چوکاټ کې د لګول شویو بندیزونو ختمېدا د ایټمي مذاکراتو د بریالیتوب شرط وباله.
هغه په ویانا کې د مذاکراتو د دوام لپاره د ایران په دریځ باندې په تاکېد سره خبرداری ورکړ چي که چیري ټول بندیزونه ختم نه شي خبري اترې به له ماتي سره مخامخ شي، د علی باقري کني په وېنا، په مذاکراتو کې هر ډول پرمختګ باید د امریکې له لوري د بندیزونو له ختمېدا سره مل وي.