د امریکاد ایرانی ضد بایکاټونوله لغوه کولو د ۴+۱ ډلې ملاتړ
چین هم د ۴+۱ ډلې د غړی هیواد په توګه دې ته ورته دریځ غوره کړې دې . د چین د خارجه وزارت ویندوی ونګ ون بین وویل امریکا په ایټمی موافقه کې د کړکیچ د رامینځته کونکۍ ګناهګارې په توګه باید په ایران اوچین په شان په دریم ګړی لورو ټول غیرقانونی بایکاټونه لغوه کړي .
په ویاناکې د ایران او ۴+۱ ډلې د مزاکراتو د اووم پړاو په پیل سره د ایران پرضد پرضد د امریکا د یو اړخیزه بایکاټونو د لغوه کولو په زمینه کې د ایران له حقه غوښتنې ملاتړ زیات شوې دې .
په دې زمینه کې په تازه دریځ نیونه کې د روسیې دایمي استازی میخاییل اولیانوف د دې خبرې په کولو سره چی ایرانی پلاوې د ویاناپه خبرو کې د برجام ضد ټولو بایکاټونو د لغوه کلو لپاره هوډمن دې ، وویل روسیه د ایران غوښتنې منطقي بولی .
چین هم د ۴+۱ ډلې د غړی هیواد په توګه دې ته ورته دریځ غوره کړې دې . د چین د خارجه وزارت ویندوی ونګ ون بین وویل امریکا په ایټمی موافقه کې د کړکیچ د رامینځته کونکۍ ګناهګارې په توګه باید په ایران اوچین په شان په دریم ګړی لورو ټول غیرقانونی بایکاټونه لغوه کړي . د ایران پرضد د امریکا د ظالنانه باکیاټونو د لغوه کولو د ضرورت په زمینه کې د روسیې او چین یو دریځ ، په دې زمینه کې د تهران په حقه دریځ د ملاتړ په لړ کې دې .
اروپایی اتحادیه او اروپایی لوري هم د ایران دغه په حقه اومنطقی غوښتنې ملاتړ ته مجبوره شوی دي . د ۲۰۲۱ کال په ستمبر کې دایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس د عمومی اسمبلۍ په ۶۵ غونډه کې د اروپایی اتحادیې په ګډه بیانیه کې له برجام د امریکا د یواړخیزه وتلو په پاییلو په اعتراف سره جوته شوی ده چی د ایران پرضد د بایکاټونو لغوه کیدا برجام حیاتی برخه بلل کیږي . د ایران اسلامی جمهوریت په جوته او ځلونو ټینګار کړی دې چی د ایران پرضد د امریکا د ټولو ظالمانه بایکاټونو لغوه کیدا غوښتونکې دې او د بایکاټونو لغوه کول د ویانا په مزاکراتو کې دایران اصلی غوښتنه ده . دا هغه مسله ده چی د ایران او فرانسې د ولسمشرانو په ټیلی فونی خبرو کې هم ښاغلی رییسی پرې ټینګار کړې دې .
په وروستیو ورځو کې امریکایانو ګواښ ډوله کړچار غوره کړی دی او ادعا کوي چی که ایران د ایټمی پرمختګونو لارې ته دوام ورکړي نو تهران پرضد به دباونه زیات شي . البته واشنګټن په دې مسلې ډیر ښه پوهیږي چی د ایران پرضد بایکاټی کړچار هیڅ ډول ګټه نده درلودلی او یوازې د امریکا د منزوی کیدا او ایران پرضدبه د یواړخیزه بایکاټونو د لغوه کولو په ضرورت له نړیوالې غوښتنې سره مقابله وي .
شایدپه همدې دلیل ده چی له دې ادعا سره سره چی د ایران او برجام په وړاندې د واشنګټن دریځ ندې بدل شوې ، خو د سپینې ماڼۍ ویندوۍ جین ساکی ادعتراف کړی دی چی د ایران په وړاندې بهترین کړچار د ډیپلوماسۍ لاره ده .
اوس د ۴+۱ ډلې په تیره بیا اروپایی ټروییکا مخې ته د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره جوته لاره پرته ده . د دغې موافقې دوام د تهران په حقه غوښتنې په عملی کیدا یعنی د ایران پرضد د امریکا د ټولو یواړخیزه بایکاټونو په لیری کیدا کې دی . که واشنګټن په دې زمینه کې خنډونه رامینځته کړي او د ایران قانوني غوښتنو ته پام ونکړی نو د ایران قانونی غوښتنو ته د بې پامی پاییلې به د ۴+۱ ډلې لویدیځ لورو او امریکا پر غاړه وي .