ویانا کښې د آسټریا له خارجه وزیر سره د باقري ملاقات
Dec 01, 2021 12:36 Asia/Kabul
د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د آسټریا د بهرنیو چارو وزیر په ویانا کښې سره وکتل
د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د آسټریا د بهرنیو چارو وزیر په ویانا کښې سره وکتل
په ویانا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر عباس باقرپور اردګاني نن په خپل ټویټر کښې د یو انځور په خپرولو سره، د آسټریا له خارجه وزیر مایکل لینهارټ سره د ایران د مرستیال خارجه وزیر د ملاقات خبر ورکړ.
هغه په دغه ټویټ کښې لیکلي چې د دواړو چارواکو په صمیمانه او دستانه خبرواترو کښې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشه.
په ویانا کښې د ایران سفیر زیاته کړه: په دغو خبرو کښې هم داشان د امریکې د غیرانساني بندیزونو د ختمیدو په موخه د ویانا په مذاکراتو هم د نظر تبادله وشوه.
ټیګونه