د روغتیایي لارښونو په رعایتولو باندې د روغتیا نړیوالي ادارې ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109290-د_روغتیایي_لارښونو_په_رعایتولو_باندې_د_روغتیا_نړیوالي_ادارې_ټینګار
په ایران کې د روغتیا د نړیوالي ادارې استازی وویل: د کرونا د نوې بڼي اومیکرون له خپراوی د مخنیوی په موخه د روغتیایي لارښوونو رعایتول ضروري دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2021 03:55 Asia/Kabul
  • د روغتیایي لارښونو په رعایتولو باندې د روغتیا نړیوالي ادارې ټینګار

په ایران کې د روغتیا د نړیوالي ادارې استازی وویل: د کرونا د نوې بڼي اومیکرون له خپراوی د مخنیوی په موخه د روغتیایي لارښوونو رعایتول ضروري دی.

په ایران کې د روغتیا د نړیوالي ادارې استازی جعفر حسین ایران پرس سره په مرکه کې وویل: په واکسیناسیون سره باید خلګ ډاډمن نه شي او د روغتیایي لارښوونو له پلي کولو لاس وانخلي ځکه چي د دې ناروغۍ د مخنیوی لاره د ماسک وهلو، د لاسونو د پریوللو، ټولنیز واټن رعایتولو او له ګڼه ګوني څخه د پرهیز په شان د روغتیایي لارښونو رعایتول دی.

جعفر حسین زیاته کړه: تر دې دمه د کرونا د نوې بڼې اومیکرون وژونکې ځانګړنه ثابته شوې نه ده، خو سره له دې باید خلګ بیداره ووسي، د روغتیا نړیواله اداره او ساینس پوهان د کرونا د نوې بڼې سره د مقابلې د لارو چارو په لټه کې دي.

هغه وویل: له نیکه مرغه په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د واکسیناسیون بهیر چټکه شوې او د مبتلاو او بستري کسانو شمېر هم راټیټ شوي دي چي دا خپله یوه ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.

د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د اومیکرون له خپراوی سره سم، د کرونا د واکسن د دریم ډوز تطبیق پیل شوي او په خاصو ناروغیو مبتلا کسانو ته څلورم ډوز هم لګول کیږي.