تهران او بیجینګ د اوږدمهاله اسټراتیجیکو اړیکو د جوړولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109292-تهران_او_بیجینګ_د_اوږدمهاله_اسټراتیجیکو_اړیکو_د_جوړولو_هڅه_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون نایب وویل چي ایران له چین سره د اسټراتیجیکو اړیکو د ټینګولو په لټه کې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2021 03:59 Asia/Kabul
  • تهران او بیجینګ د اوږدمهاله اسټراتیجیکو اړیکو د جوړولو هڅه کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون نایب وویل چي ایران له چین سره د اسټراتیجیکو اړیکو د ټینګولو په لټه کې دی.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون نایب عباس مقتدایي چین ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان راتلونکی سفر ته په اشارې سره وویل: له دې سفر څخه موخه چین سره د ۲۵ کلني موافقې بشپړېدا ده.

هغه زیاته کړه: ایران په نړیوالو اړیکو کې چین ته د یو مهم ملګری په سترګه ګوري او دغه هیواد سره د راتلونکي لسیزو لپاره خپلي اړیکي برابروي تر څو د دواړو هیوادونو تر مینځ د استراتیجیکو قراردادنو او اوږدمهاله اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابره شي.

مقتدایي دې ته په اشارې سره چي اسیایي هیوادونو سره د اړیکو ټینګېدا یوه پرېکنده سیاست دی چي په دغه چوکاټ کې ګانډیو ته لومړیتوب ورکول کیږي، وویل: چین ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په سفر سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو بهیر چټکه کیږي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون نایب زیاته کړه: لوېدیځه اسیا کولای شي د اسیا د خپلواکي او د نیواکګرو هیوادونو له نفوذ سره په مقابله کې چین سره همکاري وکړي.