د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د نړۍ د څو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران ګڼ چاپه ورځپاڼه «کیهان »وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي .
د ویانا په خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت لوړرتبه مرکچي علي باقري کني یوځل بیا د ایران د ملت پرضد د امریکا د ظالمانه بایکاټونو د لغو کیدا په هکله د تهران په ډاګه دریځ باندې ټینګار سره ډاګینه کړه د ایران اسلامي جمهوریت به په دې لاره کښې له خپلو غوښتنو شاتګ ونکړي .
په عراق او سوریې کښې د امریکا په پوځي اډو باندې بریدونه شوي دي داسې حملې چې د واشنګټن د ادعا وړ رعب د له مینځه تلو او په سیمه کښې د مقاومت ځواکونو د زړورتیا پیاوړتیا ګڼل کیږي .
د امریکا استخباراتي ټولنې وویل د روسیې کابو یولک پینځه اویا زره (۱۷۵۰۰۰) ځواکونه د سلو (۱۰۰) غونډونو په چوکاټ کښې د اوکراین سرحد ته نږدې دیره شوي دي او احتمال شته چې د راتلونکي میلادي میاشتې په لومړیو کښې روسیه په اوکراین باندې حمله وکړي .
د کورونا د نوي «اومیکرون» ویروس له خپریدا او د کورونا د محدودیتونو او د سختیانو له زیاتیدا سره په یووخت د اسټریا ، د هالینډ او د انګلستان په شمول د اروپا په ډيرو هیوادونو کښې د قرنطینه او د محدودیتونو پرضد اعتراضونه زیات شوي دي او په ځینو اروپايي هیوادونو کښې د بلوا ضد د پولیسو او د اعتراض کونکو ترمینځ جنګونه هم شوي دي .
د هندوستان پولیسو د میانمار سرحد ته نږدې په «ناګالینډ» صوبې کښې د امنیتي ځواکونو لخوا په غلطۍ سره د دیارلس (۱۳) کسانو د وژل کیدا خبر ورکړی دی .
د یمن د روغتیا وزارت وویل په پلازمینې صنعا کښې په یوې (۱) هستوګنې سیمې کښې د خوراکي موادو په یوه(۱) ګودام باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف په حملې کښې دیارلس (۱۳) کسان شهیدان یا ژوبل شوي دي .
د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وايي د دغه هیواد یو (۱) ترټولو ستر چیلنج په ارام اوقیانوسیې کښې د قدرتمن چین راڅرګندیدل دي کوم چې د توغندوي ، هوايي او د یرغلیزو وسونو او د خپلو اوبتلونو پرضد د اقداماتو په شمول د خپلو وسونو او وړتیاونو په چټکې سره د زیاتولو په حال کښې دی .
د باکو او د ایروان ترمینځ د تاوتریخوالو په بیا پیلیدا سره د اذربایجان جمهوریت د خارجه وزارت مطبوعاتي دفتر وویل هغه غونډه چې ټاکل شوي وه د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت د خارجه وزیرانو ترمینځ د سویډن په اسټکلهم کښې وشي د اذربایجان جمهوریت په فیصلې سره لغو شوه .
نا پیژاندو وسله والو کسانو د نایجریا هیواد په لویدیځ کښې په پوځي اډې باندې حملې سره څه د پاسه سل (۱۰۰)پوځي او ملکي کسان وژلي دي .
د ترکیې خبري سرچینو د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وژلو د پلان د شنډولو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړد هیواد په جنوب کښې د ولسمشر د وینا کولو په ځاې کښې بم کیښودل شوی و .
د اردن یوه(۱) شناند او حقوق پوه «محمد الروسان » د امریکا دفاع وزارت پینټاګان په نړۍ کښې د نشه ییزو توکو تر ټولو ستر قاچاقچي او د فحشا تاجر وباله چې له دغو اوزارونو د خپلو هدفونو لپاره استفاده کوي .
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د تهران چاپ د « اطلاعات » ورځپاڼې مهم سرټکي وګورو .
رسنیو وویل چې سعودي عربستان ته د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون له سفر سره په یووخت په پوځي او غیر پوځي زمینو او دغه راز د اوبو په برخه کښې د دواړو هیوادونو د شرکتونو ترمینځ د څو میلیارډو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول .
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «علي القحوم» وویل د سعودي عربستان حکومت دې باید د یمن د ملت پرضد د جنایتونو او د خلکو د وژلو په خاطر زمونږ لخوا د سخت ځواب په تمه ووسي او زیاته یې کړه د سعودي عربستان جنایتونو ته په ځواب کښې د ریاض د حکومت پرضد اقدام پر مونږ واجب دی .
د کویت د «عام المنفعه» چارو وزارت وویل له دې وروسته به د صهیونیسټ رژیم د شیانو باري کشتیو ته په خپلو بندرونو کښې د لنګر د اچولو اجازه ورنکړي.
درویشتو (۲۳) لویدیځو هیوادونو په ګډې خبر پاڼې کښې د افغانستان طالبان له محاکمې پرته او په ډله ییز ډول د پخوانيو امنیتي ځواکونو او د پولیسو په وژلو تورن کړل .
امریکا ، اسټرالیا ، بیلجیم ، بلغاریه ، کاناډا ، ډانمارک ، اروپايي اتحادیه ، فینلینډ ، فرانسه ، جرمني ، جاپان ، هالینډ ، نیوزي لینډ ، شمالي مقدونیه ، پولینډ ، پرتګال، رومانیا ، اسپانیا ، سویډن ، سویزرلینډ ، انګلستان او اوکراین هغه هیوادونه دي چې په ګډې بیانیې کښې یې د طالبانو حکومت د پولیسو د پخوانیو ځواکونو په ډله ییز ډول اعدامولو تورن کړل .
د ایتوپیا هیواد د پلازمینې «ادیس ابابا » په لور د «اورومو پوځ» په نوم د زرګونو ملیشا ځواکونو د پرمختګ او د پلازمینې د نسکورریدا د خبر له اعلانیدا سره په یووخت د هیواد پوځ تیارسی شوی .
د عراق د الفتح ائتلاف مشر «هادي العامري »په خبري کانفرنس کښې د پارلمان په انتخاباتو کښې د درغلۍ او ټګۍ په هکله سندونه او ثبوتونه وړاندې کړل .
د صهیونیسټ رژیم ټيلي ويژن وویل چې د لبنان پوځ له نیواکي ټاټوبو سر په خپل سرحد کښې د دیوال جوړول پیل کړل .
د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په دې خبرې سره چې د سعودي عربستان او د لبنان ترمینځ د وروستي رامینځته شوي مشکل د حل کولو لپاره کوم مینځګړی نه و ډاګینه کړه سعودي عربستان باید لبنان ته د یوه (۱) ازاده او د خپلواکه هیواد په توګه وګوري .
د سوریې یوې (۱) غیر پوځي سرچینې « روسیا الیوم » ټیلي ويژن ته وویل د دیرالزور په شمال کښې په «کونیکو» تیلي میدان کښې د امریکا په اډې درې (۳) توغندي ولګیدل او وروسته د امریکا هیلي کوپټرونو الوتونه ترسره کړل .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي طالبان خپل وروڼه وبلل او ویې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته زما پیغام دا دی چې راشې او له طالبانو سره خبرې وکړي .
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د سعودي عربستان د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقچي له وژل کیدا وروسته د لویدیځ لومړنی مشر دی چې سعودي عربستان ته ورغلی دی .
()
اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو .
مېل انلاین له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو یوه (1)لیکنه خپره کړې ده.
په لیکنه کې راغلي، کله چې د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټین وپوښتل شو چې له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو پښیمانه دی؟ تر لنډې چوپتیا او مکس وروسته یې وویل چې هغه د کابل هوایي ډګر کې د ۱۳ امریکایانو او همدې سیمې ته نژدې د لسو(10) افغانانو پر وژنه خواشینی دی.
لوېډ اسټین له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د وروستیو ورځو په اړه دا خبرې په کالیفورنیا کې د «ریګان» ملي دفاع ټولنې په یوه بحث کې کړې دي.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د راوتلو په وروستیو ورځو کې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه داعش بریدونه وکړل چې د شااوخوا یو نیم سل افغانانو په ګډون ۱۳ امریکایان هم په کې ووژل شول.
له همدې بریده وروسته د امریکا بې پیلوټه الوتکې هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور بمباري وکړه چې ۱۰ ملکیان یې ووژل.
امریکا هغه مهال وویل چې د داعش غړي یې په نښه کړي، خو وروسته څرګنده شوه چې قربانیان ټول ملکیان او د یوې کورنۍ غړي دي.
مېل انلاین په خپله لیکنه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.
()
فایننشل ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان د کانونو په سکټور کې د چین پر احتمالي پانګونې یوه مقاله خپره کړې ده.
د مقالې په پيل کې راغلي، د چین د معدنونو ډلې د افغانستان د لیتېمو او مسو برخه کې پر څېړنه لګیا دي چې د پانګونې فرصتونه په کې وګوري.
ورځپاڼې په کابل کې د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی یاد شوی لیکلي، د چین د کانونو د صنعت استازو په وروستیو کې افغانستان ته سفر هم کړی دی.
په مقاله کې راغلي، چین د اګسټ له میاشتې راهیسې له طالبانو سره د مستقیمو اړیکو لاره غوره کړې او په هغو لومړنیو هېوادونو کې دی چې افغانستان ته یې بشري مرسته استولې ده.
ورځپاڼې د سنګاپور ملي پوهنتون د یوې (1)متخصصې کلودیاچیا(Claudia Chia) په حواله لیکلي، پرمختللي اقتصادونه هڅه کوي چې د لیتیمو او مسو سرچینو ته لاس رسی ولري، دا دواړه سرچینې په افغانستان کې شته.
پر نورو برخو سربېره له دې معدنیاتو څخه د برېښنایي موټرو او ځیرکو ټیلیفونونو په بطریو(batteries) کې هم کار اخیستل کېږي.
چین ۲۰۰۷ میلادي کال کې د افغانستان د «عینکو » په نوم د مسو د اکتشاف او کیندنې تړون هم لاسلیک کړ، خو په ظاهره د تخنیکي او امنیتي ستونزو له کبله دغه چاره وځنډېده او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو وویل چې پر دې تړون له سره غور کوي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو خدای مو مل او ملګری .