د ایران د مذاکراتي ټیم مشر ویانا ته ورسېدل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109440-د_ایران_د_مذاکراتي_ټیم_مشر_ویانا_ته_ورسېدل
د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم مشر او د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د بندیزونو د لیري کېدو په موخه د ویانا د مذاکراتو د دوام لپاره ویانا ته ورسېدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2021 09:33 Asia/Kabul
  • د ایران د مذاکراتي ټیم مشر ویانا ته ورسېدل

د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم مشر او د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د بندیزونو د لیري کېدو په موخه د ویانا د مذاکراتو د دوام لپاره ویانا ته ورسېدل.

علی باقری کني به د برجام د کمیسیون تر ګډي ناستې مخکې د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د منشي له مرستیال او د چین او روسیې له استازو سره سلامشورې وکړي.

د برجام د ګډ کمیسیون غونډه به نن د ایران، اروپایي اتحادیې او د ۱+۴ هیوادونو د استازو په ګډون سره له سره پیل شي.

د ایران د مذاکراتي ټیم مشر په تېرو دوو ورځو کې په ویانا کې د مذاکراتو د وروستي حالاتو او د بندیزونو د لیري کېدو او د ایټمي مسالې په هکله د ایران د وړاندیز په اړه د چین او روسیې له جګپورو چارواکو سره خبري اترې وکړې.

د ایران اسلامي جمهوریت تاکید کوي چي وړاندې شوې مسوده د برجام په چوکاټ کې ده، په دې خاطر ایران تمه لري چي مقابل لوري له ښکاره ځوابونو او وړاندیزونو سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي.

په برجام کې د لوېدیځو د ژمنو د نه پلي کېدو سره سره، ایران د یوې غورې موافقې د تر لاسه کولو په لړ کې له لوېدیځو هیوادونو سره خبرو اترو ته تیار شوی دی.