ایران به ډېر ژر په یو شمېر امریکایي چارواکو بندیز ولګوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې د بشري حقوقو د څانګې منشي د بشري حقوقو د نقضونې د امله په یو شمیر امریکایي ادارو او چارواکو د بندیزونو د لګولو خبر ورکړی دی.
د اسلامي ایران د قضایي قوې د بشري حقوقو د څانګې منشي کاظم غریب آبادی د امریکې له لوري په یو شمېر ایراني شخصیتونو باندې د بشري حقوقو د چټي تورونو د امله د نویو بندیزونو په غبرګون کې وویل: د امریکې دغه اقدام هم د ایران د ولس په ضد د فشار د ماتي خوړلی سیاست په دوام کې او د سیاسي موخو لپاره د بندیزونو د اوزاري استفادې په لړ کې تر سره شوی دی.
غریب آبادی وویل: داسي یو رژیم چي د کارپوهانو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچيانو په وینا د ایران په ولس د یو اړخیزو بندیزونو او غیرقانوني بندیزونو په لګولو سره د ایراني ښاریزو اساسي حقوق له خطرې سره مخامخوي او درملو ته د ناروغانو د لاسرسي مخنیوی کړې، نه شي کولای په ایران کې د ازادی او د بشري حقوقو د دفاع ادعا وکړي.
د ایران د قضایي قوې د نړیوالو چارو مرستیال دې ته په اشارې سره چي امریکا له معترضانو او سوله ایزو اعتراضاتو سره په چلند کې په تاوتریخوالی تورنه ده او باید نړیوالو اذهانو ته د امریکایي پولیسو د تاوتریخوالو او وحشیانه چلند په هکله وضاحت ورکړي، زیاته کړه: د بشري حقوقو د فعالانو او راپورچیانو په وېنا له تور پوستو سره د امریکایي پولیسو تاوتریخجن چلند په امریکا کې د سیسټماتیک توکم پالنې ښودنه کوي.
د ایران د قضایي قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي وویل: د امریکا د زندانونو خواشینوونکی حالت د امریکایي زندانیانو د حقوقو د نقضونې ښودونکی دی.