د ویانا په خبرواترو کې اوس یوازې د  عمل وخت دی
(last modified Fri, 10 Dec 2021 01:02:07 GMT )
Dec 10, 2021 05:32 Asia/Kabul
  • د ویانا په خبرواترو کې اوس یوازې د  عمل وخت دی

د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه دایران اسلامی جمهوریت په کرتو وئیلي دي، دې ته په پام سره چې  امریکا یو لوری ؤ چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خلاف ورزي ئې وکړه  او دا واشنګټن دی چې باید  د بندیزونو په ختمولو سره بیرته  موافقې وګرځي او لازمه ده  دامریکا دژمنو اجرا هم تائيد شي .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان بیګا په ویانا کې د روانو ایټمي  خبرواترو په باب پخپل پيغام کې  لویدیځوال  دخپل تیر وخت  ژمنو باندې عمل ته وبلل.

امیر عبداللهیان  په دغه پیغام کې دې ته په اشارې سره چې  د ویانا خبرواترو موخه یوې ښې موافقې ته رسیدل دی ، ولیکل ،  لویدیځي لوري دې پوهه شي ،  چې په تیرو اتو کلونو کې ډيرې زیاتې خبرې وشوې او  ژمنې بې عمله پاتې شوې ، خو اوس د عمل وخت دی  او مونږ د یوې ښې او جدي موافقې ته د رسیدا لپاره  هڅه کوو .

 د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ،  دایران د اسلامی جمهوریت ایټمي پروګرام په بشپړ ډول سوله ایز دی ، البته د لویدیځي لورو  دایټمی ادعاګانو   د اندیښنو لیرې کول ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د بندیزونو له بشپړ لیرې کولو سره  مستقیم ارتباط لري.

 هغه دخپل پیغام په پاي کې  ووئیل ،که څه هم شک لرو چې آیا لویدیځوال  اصولا د بندیزونو  ختمولو ته تیار دي، یا دا چې  یوازې د خپلو اندیښنو په یواړخیزختمولوپسې دي ،خو که لویدیځوال لوري ، دخبرواترو په دوام کې  ،په ښه نیّت  او د رغنده آئيډیاؤ   او عمل په نوښت سره شتون ولری ، نو یقینا به د خبرواترو د چټک پرمختګ شاهدان ووسو .

داپه داسې حال  کې دي ،چې د ایران او ۴+۱‌ ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب خبرې اترې بیګا  په ویاناکې بیا ترسره شوي دي .د ایران مرستیال خارجه وزیر علی باقری کني په دغې ناستې کې  دایران د وړاندیزونو په بیانولو سره ،په خبرواترو کې د ایران  داسلامی جمهوریت پر جدیّت او ښه نیّت  ټینګار وکړ . علی باقري دغه راز له دغې ناستې وروسته د  اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  دکمیشن  دمشر له مرستیال آنریکه مورا،او  داروپائي ټرائيکا د مرکچي پلاؤ له مشرانو سره هم لیده کاته وکړل. باقری کني همداراز له دغې غونډې مخکې د چین او روسیې  مرکچي ټيمونو له مشرانو سره هم لیده کاته کړي وو .

د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه دایران اسلامی جمهوریت په کرتو وئیلي دي، دې ته په پام سره چې  امریکا یو لوری ؤ چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خلاف ورزي ئې وکړه  او دا واشنګټن دی چې باید  د بندیزونو په ختمولو سره بیرته  موافقې وګرځي او لازمه ده  دامریکا دژمنو اجرا هم تائيد شي .

 

 

ټیګونه