په ویانا  کې روانې ایټمی خبرې اترې حساس پړاؤ ته رسیدلي دي
(last modified Sat, 11 Dec 2021 02:59:25 GMT )
Dec 11, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • په ویانا  کې روانې ایټمی خبرې اترې حساس پړاؤ ته رسیدلي دي

 علی باقري کني ټينګار کړی ، ایران  دخبرواترو لارې ته   د خپلو  لیدتوګو او دریځونو په اساس  په جدیّت سره  دوام ورکوي   او دخبرواترو لپاره جدي هوډ لري .

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران  د ایټمي مرکچي ټيم مشر  علی باقري کني  د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ له پنجشنبې ورځې  راهسې په  ویانا کې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن  د خبرواترو  ترڅنګ ، د  آسټریا له خارجه وزیر  او د روسیې دمرکچي ټيم له مشر  سره بیا لیده کاته کړي دي .

داپه داسې حال کې دي چې   المیادین خبری چینل بیګاد ایراني مرکچي ټیم  دسلاکار محمد مرندي  له قوله په یوه راپور کې  وئیلي دي ، اروپایانو  د ایران د دوو  وړاندیزي مسودو په باب خپل دریځونه بدل کړي دي . علی باقري کني  هم ټينګار کړی ، ایران  دخبرواترو لارې ته   د خپلو  لیدتوګو او دریځونو په اساس  په جدیّت سره  دوام ورکوي   او دخبرواترو لپاره جدي هوډ لري .

له دې سره په یووخت په ویانا کې په دیره  نړیوالو اورګانونو کې د روسیې  سفیر میخائیل اولیانوف پخپلو یوه ټولنیز پیغام کې  ددې خبرې په کولو سره چې د مرکچي لورو  کارپيژاند  د  موافقې د نهائي متن په لیکلو کار کوي ،  لیکلي دي، نهائي موافقې ته درسیدا لپاره زیات وخت او هڅو ته ضرورت دی ، دخبرواترو  ددغه پړاؤ ګډون کونکي  د یوې نتیجې دترلاسه کولو هڅه کوي . او په زیات احتمال سره د مرکچي لورو  نظرونه په نزدیکیدا دي او ځینی ناسم تفاهمونه ختم شوي  او عملی کار پیل شوی دی.

په عین حال کې د ایران د مرکچي ټيم مسئول علی باقری کني هم  وئيلي دي ، دتیرو ورځو په نسبت اوس  دخبرواترو ښې نتیجې ته هیله پیدا شوې ده  او د مقابل لوري جدیّت هم رابرسیره شوی دی . او مقابل لوری مجبور دی چې د ایران  له خوا منطقي او  د نړیوالو اصولو په اساس  وړاندیزونه په مثبت انداز سره وارزوي .

 

ټیګونه