اول واشنګټن باید د ایران خلاف خپل بندیزونه ختم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109562-اول_واشنګټن_باید_د_ایران_خلاف_خپل_بندیزونه_ختم_کړي
د ویانا په مذاکرات کښې د ایراني پلاوي صلاحکار ټینګار وکړ چې وړومبې واشنګټن ته پکار دي چې د ایران خلاف لګولي بندیزونه لرې کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 04:19 Asia/Kabul
  • اول واشنګټن باید د ایران خلاف خپل بندیزونه ختم کړي

د ویانا په مذاکرات کښې د ایراني پلاوي صلاحکار ټینګار وکړ چې وړومبې واشنګټن ته پکار دي چې د ایران خلاف لګولي بندیزونه لرې کړي

محمد مرندي الجزیره خبري چینل ته په مرکه کښې وویل: که واشنګټن او اروپا د ایران د بندیزونو له ختمیدو سره موافقه وکړي نو تهران به هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن دې اول د ایران خلاف لګولي بندیزونه اوچت کړي نو بیا به موافقې ته ورسیږو.

د ویانا په مذاکراتو کښې د ایراني پلاوي صلاحکار هم دا شان وویل: د ویانا د مذکراتو په لړ کښې تراوسه قضاوت نه شو کولې خو ځینې مثبتې نښې په کښې لیدل شوې دي.

ښاغلي مرنډي ټینګار وکړ: ایران هغه هیڅ ډول موضوع نه ردوي چې له دې مخکښې یې پر سر موافقه کړې ده.

یاده دې وي چې د ځینو رپورټونو په اپوټه، ایران خپل وړاندیزونه بیرته نه دي اخیستې.