خبري اترې مثبتي او مخ په وړاندې رواني دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109632-خبري_اترې_مثبتي_او_مخ_په_وړاندې_رواني_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت  د مذاکراتي پلاوی مشر په ویانا کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره خبري اترې مثبتي او مخ په وړاندې تلونکې وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2021 09:50 Asia/Kabul
  • خبري اترې مثبتي او مخ په وړاندې رواني دي

د ایران د اسلامي جمهوریت  د مذاکراتي پلاوی مشر په ویانا کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره خبري اترې مثبتي او مخ په وړاندې تلونکې وبللې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال او د مذاکراتي ټیم مشر پرس ټي وي ته وویل:  ایران خپل وړاندیزونه مقابل لوري ته ورسپارلي دي خو د اختلافي ټکو په هکله مو تر دې دمه له هغوی څخه هیڅ وړاندیز نه دی تر لاسه کړی.

هغه زیاته کړه: د غیرقانوني بندیزونو د لیري کېدو او ایټمي اقداماتو په موضوعاتو کې بېلابېل محورونه شتون لري چي د ویانا د مذاکراتو د شپږم دور په مصوده کې څرګند دي.

په ویانا کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره د بندیزونو د لیري کولو او د ایران د ایټمي مسالې پوري د اړوندو مذاکراتو نوی پړاو له تیري پنجشنبې څخه پیل شوی دی.