د ویانا په مذاکراتوکښې د لویدیځ لوري جدیت ضروري دی
د ایران خارجه وزیر له خپل روسي همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو وکښې د ویانا د مذاکراتو د وروستي حالت په هکله د نظر تبادله وکړه
د ایران خارجه وزیر له خپل روسي همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو وکښې د ویانا د مذاکراتو د وروستي حالت په هکله د نظر تبادله وکړه
حسین امیر عبداللهیان له سرګئي لاوروف سره د ټیلیفون پر مټ دغو خبرو کښې د ایران د دریځونو د بیانولو په ترڅ کښې، د لویدیځ لوري د زیات نه زیات جدیت او په دغو مذاکراتو کښې د لورو د عمل د نوښت غوښتنه وکړه.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د روسیې خارجه وزیر هم ماسکو ته د ایران د مرستیال خارجه وزیر د سفر په مثبت بللو سره وویل: د هغو اقداماتو په هکله چې لوري یې باید ترسره کړي او په ویانا کښې د اجرايي ترتیباتو په اړه د دواړو هیوادونو پلاوي جدي ملګرتیا لري چې په ویانا کښې روان دي.
د روسیې خارجه وزیر په دې خبرې سره چې تل په دې ټکي ټینګار شوی چې ټول غیرقانوني او له ایټمي موافقې او د امنیت سره د ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره په ټکر کښې بندیزونه باید لرې شي، زیاته کړه: زمونږ کوشش تل دا پاتې شوی چې امریکایان خپل ټول قوانین، د برجام او د یاد پریکړه لیک له اصولو سره غږمله کړي.