د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109672-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته لنډه شان کتنه وکړو هیله ده چې د دغو ورځپاڼو د لوستلو فرصت ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2021 08:05 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته لنډه شان کتنه وکړو هیله ده چې د دغو ورځپاڼو د لوستلو فرصت ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د امریکا د ټیلي ويژن کارپيژاند وویل د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ له شلو (۲۰) تر دیرشو (۳۰) میلیونو پورې وسله وال پلویان د اوسني ولسمشر جوبایډن د حکومت نسکورولو ته چمتو دي .

د ملګروملتونو له جرمونو او نشه ییزو موادو سره د مبارزې دفتر په نوي راپور کښې وویل د طالبانو له ژمنو سره سره په افغانستان کښې د نشه ییزو توکو کر هماغه راز دوام لري او زیاته یې کړه د نړۍ پینځه اتیا (۸۵) فیصده افیم(تریاک) په افغانستان کښې تولیدیږي .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف د ماسکو سرحدونو ته د ناټو د نږدې کیدا د دوام لپاره د دغه تړون پروګرام ته په اشارې سره خبرداری ورکړ د ناټو د امنیتي تضمین نه ورکول د ټکر سبب کیږي .

په نړۍ کښې د کورونا ویروس د خپریدا او د دغه ناروغۍ له کبله د وژل شویو کسانو او د مالي تاوانونو په هکله راپورونه وايي چې په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله اته لکه (۸۰۰۰۰۰) کسان وژل شوي دي او د روغتیا نړیوالې موسیې ډبلیو ایچ او (WHO)هم ویلي دي په ټوله دنیا کښې پینځه سوه (۵۰۰) میلیونه خلک د کورونا ویروس په وجه بې وزله او فقیران شوي دي .

د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر نفتالي بنت څخه  د متحده عربي اماراتو د واکمنانو هرکلی وغاند او هغه یې  فلسطین ته خیانت وباله او ټینګار یې وکړ دغه هرکلی د متحده عربي اماراتو لخوا د فلسطین د ماشومانو په وینو د ککړو  لاسونو وینځل دي .

د یمن د انقلابیانو په لاس په مارب ولایت کښې په استخباراتي عملیاتو کښې د استعغا شوي حکومت د پوځ  تر ټولو مهم قومندان ناصر الذبیاني  ووژل شو .

د ترکیې په زرګونو خلکو د استنبول ښار په کارټال میدان کښې له باران سره سره د شیانو د بیو په ډيریدا   او د بې وزلۍ په زیاتیدا باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د ولسمشر رجب طیب اردوغان اقتصادي سیاستونه یې وغندل او د هغه د حکومت د استعفا غوښتنه یې وکړه .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې ایشوا کړه د امریکا د هوايي ځواک د پټو بې پایلوټه الوتکو د حملو یونټ حتی د جنګ دقوانینو په خلاف ورزۍ کولو او د ملکي وګړو د وژلې د شمیر له زیاتیدا سره سره تر پینځو (۵) کلونو پورې په سوریې کښې له هیڅ محدودیت پرته د فعالیت اجازه لرلي ده .

د روسیې د امنیت شورا مرستیال «یوري اوریانوف» وویل امریکا د هیواد دننه د ډیموکراسۍپه رامینځته کولو کښې ماتي خوړلي ده خو هڅه کوي نورو هیوادونه ته ورزده کړي چې کوم ډول ډیموکراسۍ رامینځته کړي او د روسیې یو(۱) متل دی هر څوک چې د کار د ترسره کولو په څرنګوالي نه پوهیږي نو هغه نورو کسانو ته ورزده کوي او دا د امریکا سبک او سټایل دی .

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم څو ورځې مخکې په یوې (۱) خبر پاڼه کښې ویلي وو ډیموکراسۍ ډیره موده کیږي چې د ډله ییزې وژلې په وسلو  بدله شوي ده او امریکا له ډیموکراسۍ څخه په نورو هیوادونو کښې د لاسوهنې لپاره استفاده کوي .

()

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ د امریکا بې پایلوټه الوتکو تر پینځو (۵) کلونو پورې د سوریې ملکي خلک ووژل .

د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ د اسرائیلو له لومړي وزیر نفتالي بنت څخه د متحده عربي اماراتو هرکلی له فلسطین سره خیانت وباله .

د ایم ایس این  بي سي(MSNBC) ټیلي ویژن وویل د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ دیرش (۳۰) میلیونه  وسله وال پلویان د اوسني ولسمشر جوبایډن پرضد کودتا ته چمتو دي .

د عراق د ملي حکمت بهیر مشر سید عمار حکیم وویل فیډرال محکمه د انتخاباتو په نتیجو باندې د مخالفانو په وړاندې باید انصاف وکړي .

د یمن په جنوب کښې په مارب ولایت باندې د انصار الله غورځنګ د ځواکونو په برید کښې د استعفا شوي حکومت د دفاع وزارت د پوځي عملیاتو د ادارې مشر او لوړرتبه جنرال ناصر الذیباني هلاک شوی .

د هیګ نړیوالې محکمې په دې خبرې سره چې د لیبیا د پخواني دیکتاتور معمر قذافي زوی سیف الاسلام قذافي د بشریت پرضد په جنایت تورن دی او هغه هماغه راز په ازادۍ سره فعالیت کوي وویل مونږ د نړۍ له ټولو هیوادونو غواړوي د هغه د نیولو او محاکمه کولو لپاره ملګرتیا وکړي .

له ایران سره د اړیکو د ښه کولو په دلیل اسرائیلو په متحده عربي اماراتو باندې د وسپنبیز ګنبد د توغندوي سیسټم له خرڅولو ډډه وکړه .

د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل د متحده عربي اماراتو له دباو سره سره اسرائیل له ایران څخه د ویریدا په دلیل په متحده  عربي اماراتو د وسپنیز ګنبد د توغندوي سیسټم خرڅولو سره ګروهنه نلري .

د سوریې د رقه ولایت قبائیلو ته اړونده سرچینو وویل ناپیژاندو کسانو د رقه په ختیځ کښې د امریکا ګوډاګیانو ته په یوه (۱) اړونده مرکز توغندوي حملې کړي دي چې څلور (۴) کسان پکښې وژل شوي دي .

د امریکا نیویارکر مجلې ایشوا کړه چې پخوني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره طالبانو ته د رشوت د ورکولو هڅه کړي وه .

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل په ټاکلي نیټه مو د پارلمان د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره کاري ډله جوړه کړي ده .

()

ګرانو اوریدونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو .

ډیپلومات خپرونې په وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې یوه(1) لیکنه خپره کړې چې "ایا په رښتیا افغانستان منځنۍ اسیا ته ترهګري صادروي؟".

لیکوال ویلي د طالبانو د بېرته راتګ یو ډاروونکی اغېز دا دی چې احتمالاً په سیمه کې به نړیواله ترهګري وده وکړي او ورسره به هېوادونه په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا بې‌ثباته شي.

د مطلب په دوام راغلي  اوس‌مهال د منځنۍ اسیا هېوادونه غیر ډیموکراتیک دي او واکمنان‌ یې له اوږدې مودې راهیسې د واک پر ګدۍ ناست دي، خو له دې سره سره هم دوامداره ترهګریز فعالیتونه په‌کې نه‌کېږي.

 

مقاله لیکونکي ویلي  ۲۰ کاله مخکې بیا وضعیت داسې نه‌ و، خصوصاً هغه مهال چې په ۱۹۹۹ کال کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ چریکیانو هڅه وکړه چې تاجکستان کې له خپلو مرکزونو پر ازبکستان بریدونه وکړي.

مقاله کې راغلي  هغه مهال دا جنبش یو(1) ګواښ و، خو د اسلام کریموف په مشرۍ مخکیني دولت وځاپه.

د ډیپلومات په مقاله کې راغلي، کله چې دا غورځنګ  په ازبکستان کې وځپل شو، غړي یې افغانستان ته راغلل او اوس هم له داعش سره همکاري لري.

د مطلب پای کې راغلي، د ازبکستان د اسلامي جنبش غړي اوس خپل هېواد ته کوم ګواښ نه‌ګڼل کېږي، خو د لیکوال په باور دا په دې پورې تړلې چې د هېوادونو وضعیت‌یې څه ډول دی.

د مقالې لیکوال ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا اندېښنه پیدا شوې چې ممکن دا ډلې له طالبانو الهام واخلي او خپل فعالیتونه ډېر کړي.

()

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یوه(1) لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، لوېدیځ باید اجازه ورنه‌کړي چې سږ ژمی افغانستان کې ملیونونه ماشومان له لوږې او خوارځواکۍ مړه شي.

په لیکنه کې راغلي، له میاشتو میاشتو راهیسې بشري مؤسسې افغانستان کې د قریب‌الوقوع بشري ناورین خبرداری ورکوي  خو د لیکوال په باور  دا ناورین اوس رارسېدلی دی.

د ګارډین په باور، که امریکا او بریتانیا رښتیا هم غواړي چې افغانستان کې د دغې غمیزې مخنیوی وکړي او یا یې لږ تر لږه کچه کمه کړي، همدا اوس باید لاس په کار شي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، له افغانستان سره اوس‌مهال کېدونکې مرستې بسنه نه‌ کوي، بلکې د افغانستان د وضعیت کابو کول، مارشال پلان ته اړتیا لري.

مارشال پلان د امریکا د بهرني سیاست پروژه وه چې له مخې يې له دوهمې(2) نړیوالې جګړې وروسته د لوېدیځې اروپا له ګڼو هېوادونو سره مرسته وکړه چې خپل اقتصادونه بېرته په پښو ودروي.

()

د تهران راډیو د اینتټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو هر چیرې چې یاست خوشحاله او سوکاله وسئ .