د لویدیځ لټَیو د ویانا خبرو پرمختګ سست کړی دی
ایران له نړیوالې ایټمي موافقې ورآخو ا هیح غوښته نه ده مطرح کړې او په عین حال کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ورآخوا کومه ژمنه هم نه مني .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د اسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا د ملګروملتو له سرمنشي آنتونیو ګوتریش سره په ټيلیفوني تماس کې په ویانا کې دنړیوالو ایټمي خبرواترو او دګډ اهتمام په باب د ځينو مسئلو په باب خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه .
په راپورکې وئيل شوي،امیر عبداللهیان په دغو ټيلیفوني خبرو کې ووئيل،د ایران مرکچي ټيم د ویانا په خبرواترو کې د عمل په نوښت او لازم اختیاراتو سره شتون لري او په جدیّت سره یوې ښې موافقې ته درسیدا لپاره هڅه کوي .
داسلامی ایران خارجه وزیر په دوام کې په لویدیځي لوري کې د عمل د نوښت نه شتون په خبرواترو کې د پرمختګ د سستیدا یو عامل وباله او ټينګار ئې وکړ ، ایران خپل وړاندیزي متنونه د ایټمی مسئلو او د ظالمانه بندیزونو لغوه کیدا د دوو موضوعګانو په چوکاټ کې مقابل لوري ته وړاندې کړي دي .
امیر عبداللهیان ددې خبرې په کولو سره چې د ایران وړاندیزي متنونه ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس دي زیاته کړې ، ایران له نړیوالې ایټمي موافقې ورآخو ا هیح غوښته نه ده مطرح کړې او په عین حال کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ورآخوا کومه ژمنه هم نه مني .
د ایران خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې په خبرواترو کې ایراني لوري ، ښه وړاندیزونه مطرح کړي دي ، چې د موافقې په اساس تل پاتې کیدلی شي ، ووئیل ، هماغه ډول چې ایران په کرتو ټينګار کړی دی ، دلویدیځي لورو د ادعائي اندیښنو د ختمولو لازمه ، د نړیوالې ایټمي موافقې د بندیزونو بشپړ ختمول دي . درست لوري دې په یاد وساتي چې ایران په ښه نیّت او دفعال عمل په نوښت سره په یوې ښې موافقې پسې دی ، خو د ګواښ ژبه هیڅکله هم نه زغمي او مقابل لورې دې په دې پوهه شي ، چې د ایران په وړاندې د ګواښ ژبه اپوټه نتیجه ورکوي .
د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش هم په دغو خبرو کې د ویانا خبرې اترې مهمې وبللې او وې وئيل باوري یوو چې جامعه نړیواله ایټمي موافقه یو مهم سند دی او جوړښت ئې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره ډير کارندوالی لري . هغه د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره په ملګرتیا کې د اسلامی ایران د اقدام په ستایلو او د کرج په سایټ کې د کیمرو له لګولو سره دموافقې په قدرونې سره دغه اقدام له آژانس سره د تهران د ښې ملګرتیا نښه وبلله چې دخبرواترو په بهیر کې به د باؤر جوړونې په بهیر مثبتې اغیزې وشیندي . هغه روښانه کړې ، ملګروملتو تل له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ملاتړ کړیدی مونږ به بیا هم دملګروملتو له درستو آوزارونو استفاده وکړو او هڅې به وکړ، څو د ویانا خبرې اترې ښې نتیجې ولري .