د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال:
ایټمي مذاکرات به دوام وموندي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال او د مذاکراتي ټیم مشر د خبرو اترو له پرمختګ څخه د خوښۍ په ښودلو سره، ولیکل: له څو وروځو ځنډ وروسته، مذاکرات ته به دوام ورکړو.
د ایران د ایټمي مذاکراتو د پلاوی مشر علی باقري کني په خپل ټوییټر کې ولیکل: د راتلونکي مذاکراتو په هکله له نورو پلاوو او د اروپایي اتحادیې د چارو له ږغملوونکی انریکه مورا سره مو سلامشورې وکړې.
هغه په دوام کې زیاته کړې: روانه اوونۍ کې مو ښه پرمختګ درلودل، نن د برجام د نړیوالي موافقې د ګډ کمیسیون غونډه تر سره کیږي او څو ورځي وروسته به مذاکرات له سره پیل کړو.
نن د برجام د ایټمي نړیوالي د ګډ کمیسیون غونډه د ۱+۴ د پلاو د مشرانو، د اروپایي اتحادیې او د ایران د استازی په ګډون تر سره کیږي.
د مذاکراتو دغه پړاو د تیري اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شوی و او پلاوي د ګډ کمیسیون تر غونډي وروسته سمدلاسه د مصوبې په لیکلو او د اختلافاتو په هواری کار پیل کړی دی، د مصوبې په هکله خبري اترې یوازې په کاري ډلو محدودي نه وې او ښکېلو لورو په مختلفو چوکاټونو کې د بندیزونو په لیري کولو او په ایټمي مسالې په کار لګیا وه.