د ايران خارجه وزير د نړۍ مسيحيانو ته مبارکي وويله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110150-د_ايران_خارجه_وزير_د_نړۍ_مسيحيانو_ته_مبارکي_وويله
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په يو پېغام کښې د ټولنې نړۍ په تېره بيا وطنوالو مسيحيانو ته د حضرت عيسی (ع) د ميلاد او کرېسمس اختر مبارکي وويله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 25, 2021 12:37 Asia/Kabul
  • د ايران خارجه وزير د نړۍ مسيحيانو ته مبارکي وويله

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په يو پېغام کښې د ټولنې نړۍ په تېره بيا وطنوالو مسيحيانو ته د حضرت عيسی (ع) د ميلاد او کرېسمس اختر مبارکي وويله.

د ايران د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان په خپل د مبارکۍ په دغه پېغام کښې وويل: د صلحې او روغې جوړې د پېغمبر او له نورو انسانانو سره د مهربانۍ او دوستۍ بېرغوال حضرت عيسي مسيح (ع) د نېکمرغه ميلاد او همدارنګ د خوشحالۍ د يو جشن په توګه  د کرېسمس د اختر په رارسېدو  په ټوله نړۍ کښې مسيحيانو او په خاصه توګه وطن دوسته وطن والو مسيحيانو ته مبارکي وايم. هغه په دغه پېغام کښې ويلي دي: د کورونا د خپرېدو په وجه اوسنيو سختو وختونو کښې بشري وګړي له مخکې نه زيات مينې، دوستۍ او د الهي رسولانو (ع) د نوراني او آسماني پېغامونو عملي کېدو ته ضرورت لري او ټولو د ابراهيمي دينونو ترمېنځ، صلحې،ګډ ژوند کولو او د ظلم، ستم او بې انصافۍ ختمولو ته د اميد سترګې نيولې دي.

حسېن امير عبداللهيان د خپل پېغام په آخر کښې ويلي دي، د نړۍ د ټولو خلقو په خاصه توګه د حضرت عيسی مسيح (ع) د دين او آئين پېروکارو لپاره له سلامتيا، خوشحالۍ او کاميابۍ نه د ډک کال هيله لرم.