د قاسم سلیماني د ټرور عاملان باید وغندل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110456
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د حقوقي معاونت د اساسي قانون د اجرا د تعقیبولو او د ارتباطاتو مرستیال عزیز الله فضلي د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر ته په لیک کښې د ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور د عاملانو د غندلو لپاره د پریکړه لیک د خپرولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 02, 2022 04:29 Asia/Kabul
  • د قاسم سلیماني د ټرور عاملان باید وغندل شي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د حقوقي معاونت د اساسي قانون د اجرا د تعقیبولو او د ارتباطاتو مرستیال عزیز الله فضلي د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر ته په لیک کښې د ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور د عاملانو د غندلو لپاره د پریکړه لیک د خپرولو غوښتنه وکړه .

د عزیز الله فضلي په لیک کښې ویل شوي دي د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د لوړرتبه چارواکي او ښاریز ډګر جنرال قاسم سلیماني چې په عراق کښې د ډیپلوماټیک ماموریت د ترسره کولو په حال کښې و د ناجایز ټرور د ناباور وړ جنایت  دوه (۲) کلونه تیر شول .

د دغه نړیوال تاوتریخوالي رامینځته کونکي جنایت د نیغه په ترسره کولو مسولیت وروسته د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا پرغاړه واخیستل شو .

د ایران دغه چارواکي وویل کلونه کلونه کیږي چې د حکومتونو د ډله ییز ژوند ډګر د امریکا د حکومت د یواړخیزه سرزورۍ په نوم  د نامبارکۍ ښکارندې د رامینځته کیدا کتونکی دی کوم چې د واشنګټن د حکومت لپاره د نړیوالو قوانینو او د مقرراتو د هرډول خلاف ورزۍ کولو اجازه ورکوي .