د بې بي فاطمه الزهرا س د شهادت په هکله تسلیت وایو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110652-د_بې_بي_فاطمه_الزهرا_س_د_شهادت_په_هکله_تسلیت_وایو
زمونږ خبریال وايي نن د پنجشنبې ورځ د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې شپږمه (۶) او د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې دریمه (۳) نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د امیر مومنان او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Jan 06, 2022 10:29 Asia/Kabul
  • د بې بي فاطمه الزهرا س د شهادت په هکله تسلیت وایو

زمونږ خبریال وايي نن د پنجشنبې ورځ د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې شپږمه (۶) او د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې دریمه (۳) نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د امیر مومنان او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .

د اسلامي ایران مسلمان خلکو  هر کال د فضلیت د میرمنې د عفاف او د عصمت د بیلګې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت په شپې په جوماتونو ، امامباړو او مذهبي ځایونو کښې د ویر مراسم کول خو روان هم د تیر کال په شان د کورونا ویروس د خپریدا په وجه د ماتم دستورې د اینټرنیټ له لارې ترسره شوې .

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د بعثت د پینځم (۵) کال د جمادي الثاني د میاشتې په پینځمه (۵) نیټه په مکې مکرمې کښې وزیږیدله .

دغه ستره میرمنه له ماشومتونه د خپل پلار پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و اله  وسلم تر لارښوونو لاندې له لوړو الهي معارفو سره اشنا شوه .

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له اتلس (۱۸) کاله ژوند وروسته د هغه وخت د واکمنانو د ډیرو ظلمونو او د خپل پلار حضرت محمد ص د وفات د غم په وجه د یوه(۱) روایت پراساس د یولسم (۱۱) هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) یا د جمادي الثاني د میاشتې په دریمه (۳) نیټه شهیده کړې شوه .

د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره «صداوسیما» د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت د کلیزې د رارسیدا په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادي غواړو ته تسلیت وايي .