عراق به د ایران او د عربستان د خبرو اترو کوربه وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110656-عراق_به_د_ایران_او_د_عربستان_د_خبرو_اترو_کوربه_وي
زمونږ خبریال وايي په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ایرج مسجدي وویل بغداد به زر د سعودي عربستان او د ایران ترمینځ د خبرو اترو د پینځم (۵) پړاو کوربه وي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 06, 2022 10:54 Asia/Kabul
  • عراق به د ایران او د عربستان د خبرو اترو کوربه وي

زمونږ خبریال وايي په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ایرج مسجدي وویل بغداد به زر د سعودي عربستان او د ایران ترمینځ د خبرو اترو د پینځم (۵) پړاو کوربه وي .

هغه د لبنان له «العهد» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل عراق تراوسه د ایران او د عربستان ترمینځ د خبرو اترو د څلورو (۴) پړاونو کوربه و او زر به د پینځم (۵) پړاو کوربه هم وي .

په عراق کښې د ایران سفیر ایرج مسجدي د سعودي عربستان او د ایران سترو ظرفیتونو او پوټینشلونو ته په اشارې سره وویل د سیمې هیوادونه کولای شي خپل مینځي مشکلات د امریکا له دیکتو څخه لیرې حل کړي .

هغه د عراق د کورنیو حالاتو په هکله هم وویل د ایران اسلامي جمهوریت د عراق د سیاسي ډلو ترمینځ د هر ډول موافقې احترام کوي .

هغه له عراق څخه د کردستان سیمې د بیلیدا د ټولپوښتنې موضوع ختمه شوي مسله وبلله او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت د عراق د ویشل کیدا مخالف دی .