د حضرت فاطمه الزهرا س زوکړه دې پر تاسو مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111406-د_حضرت_فاطمه_الزهرا_س_زوکړه_دې_پر_تاسو_مبارک_وي
زمونږ خبریال وايي نن د شنبې ورځ د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال د جنورۍ د میاشتې درویشتمه(۲۳) او د څوارلس سوه درې څلویښتم (۱۴۴۳) هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې شلمه (۲۰) نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي(۱) امام امیر مومنان علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jan 23, 2022 04:33 Asia/Kabul
  • د حضرت فاطمه الزهرا س زوکړه دې پر تاسو مبارک وي

زمونږ خبریال وايي نن د شنبې ورځ د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال د جنورۍ د میاشتې درویشتمه(۲۳) او د څوارلس سوه درې څلویښتم (۱۴۴۳) هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې شلمه (۲۰) نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي(۱) امام امیر مومنان علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري .

حضرت فاطمه الزهرا س له ماشومتوب څخه د وحي په کور کښې د خپل ګران پلار حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په لارښوونو سره د کمال د علم او د فضلیت تر ټولو لوړو درجو ته ورسیده .

د حضرت محمد ص ګرانې لورې دغه راز د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي(۱) امام حضرت علي علیه السلام په کور کښې په تر ټولو ښه ډول د میرمنې او د یوې (۱) مور دندې ترسره کړې او په خپل کوت کښې یې د امام حسین علیه السلام ، د امام حسن علیه السلام او د حضرت زینب سلام الله علیها په شان ستر او پاک انسانان وروزل .

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها په ټولو اړخونو کښې د نړۍ د ښځو بیلګه ګڼل کیږي او په ایران کښې د هغه د زوکړې ورځ د «مور» او د «میرمنې» د ورځې په توګه نومول شوي ده او په دغه ورځ د ښځو په تیره بیا د میندو درنښت کیږي .

په همدې مناسبت د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لورې او د دوو (۲) عالمونو د میرمنې حضرت زهرا س د زوکړې په شپه او ورځ په ټول ایران کښې جشن او خوشحالي ده .

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت فاطمه الزهرا د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا نورو ازادي غواړو او تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي .