د ایران او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د ټرانزټي پل جوړیدل پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111558
په آستارا کښې د ایران د لارې او ښار جوړونې د وزیر او د آذربایجان جمهوریت د مرستیال وزیراعظم په شتون سره د ټرانزټي لوې لارې د پل د جوړولو عملیات پيل شول
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 26, 2022 06:04 Asia/Kabul
  • د ایران او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د ټرانزټي پل جوړیدل پیل شول

په آستارا کښې د ایران د لارې او ښار جوړونې د وزیر او د آذربایجان جمهوریت د مرستیال وزیراعظم په شتون سره د ټرانزټي لوې لارې د پل د جوړولو عملیات پيل شول

ایرنا خبري آژانس خبر ورکړی چې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیر رستم قاسمي پرون مازیګر د ایران په خاوره کښې د آستارا چای له لورې د دغه پل د جوړولو د عملیاتو د پیلولو په دستورو کښې وویل: په تیرو څو میاشتو کښې د ایران او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د شیانو ټرانزټ او سوداګري مبادلات ۶۲ فیصده زیات شوي دي او له دغې نوې ځمکنۍ لارې څخه د ګټه پورته کونې په پیلیدو سره به له ایران څخه شیان یوازې په دریو ورځو کښې ماسکو ته رسیږي.

هغه زیاته کړه چې دا پل د ایران او آذربایجان جمهوریت په ګډ لګښت جوړیږي او د دواړو هیوادونو ښو اقتصادي اړیکو ته په پام سره او له دغې نوې لارې څخه په استفادې سره به د دواړو هیوادونو په تجارت او اقتصاد کښې یو بل بدلون وګرځي.

په دغو دستورو کښې د د آذربایجان جمهوریت مرستیال وزیراعظم شاهین مصطفی اف هم د دواړو هیوادونو د مذاکراتو او سیاسي او اقتصادي اړیکو سویه ډیره لوړه وبلله او ویې ویل: دا لاره به د شمال-جنوب د ریلي کوریډور ترڅنګ د ټرانزټ او تجارت د پياوړتیا سبب شي.