په سیمه کښې پراخیدونکي مقاومت د استکبار دبدبه خاورې کړې ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې په سیمې کښې مخ په ودې مقاومت د استکبار رعب او دبدبه له مینځه وړې ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د ۱۳۵۶ کال د سلواغۍ په ۲۹ نیټه د تبریز د خلکو د تاریخي پاڅون د کلیزې په درشل کښې، د آذربایجانِ شرقي ولایت له یوه ډله خلکو سره په ویډیويي کتنه کښې وویل: په سیمه کښې مخ په ودې مقاومت د استکبار دبدبه ختمه کړې او د امریکې په وړاندې یې د ولسونو ژبه خلاصه کړې ده او پکار دي چې د انقلاب په دوام سره د دې نعمت په قدر پوه شو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: د انقلاب هدفونه او موخې، هراړخیز او حقیقي مادي او معنوي پرمختګ، د ټولنیز عدالت عملي کیدل، د هیواد اقتدار، د اسلامي ټولنې رامینځته کیدل او بلآخره د نوي او ستر اسلامي تمدن بڼه نیول دي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي (صلحه ایزه ایټمي انرجي) د راتلونکي وخت یو بل بنیادي ضرورت وباله او ویې ویل: د ایران د ایټمي مسئلې په پلمه ګرځولو او له دغې انرجۍ څخه زمونږ په صلحه ایزې استفادې باندې د هغوي له خبریدو باوجود یې د ظالمانه بندیزونو د لګولو او له ایټمي وسلو سره د ایران د لږ واټن په شان د عبث خبرو کولو وجه، د ایران د راتلونکو اړتیاؤ د پوره کولو لپاره د هیواد د علمي پرمختګ مخنیوی دی.
معظم رهبر په مختلفو برخو کښې حیرانونکي علمي پرمختګ او د نړۍ د اوسط چټکتیا په پرتله د ایران د علمي ودې په ګړندیتوب باندې د نړیوالو مرکزونو اعتراف ته په اشارې سره څرګنده کړه: انقلاب هم داشان د لارې جوړونې، د بندونو د جوړولو، د اوبو د رسولو، د بریښنا د پوره کولو او د روغتیا او طبي خدماتو په شان بنیادي بیخ بیناؤ کښې د حیرانونکو پرمختګونو هم سبب شوی دی او که انقلاب او جهادي خوځښت نه وی نو دا پرمختګونه به هیڅکله نه وو ترلاسه شوي.
دوي له اسلامي انقلاب وروسته د ایران د اقتصادي برخې د ښه کیدو په هکله د نړیوالو مرکزونو قضاوت ته په اشارې سره وویل: د دنیا د مشهورو اقتصادي مرکزونو د رپورټ له مخې ایران ستر پرمختګ کړی دی.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود څرګنده کړه: دښمن نن سبا عامه افکار په تیره بیا د ځوانانو فکر او ذهن په نښه کړی دی ترڅو د میلیارډونو ډالرو په لګولو او په خپلو فکر خونو کښې د مختلفو پلانونو په جوړولو سره وتوانیږي د ایران ولس په تیره بیا ځوانان د انقلاب له لارې بیرته ستانه کړي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي، (اقتصادي دباؤ) او (رسندوي عملیات) له نظامه د خلکو د بیلولو او د هغوي د فکر د بدلولو لپاره دوه مهم اوزار وبلل او ویې ویل: د انقلاب د ارکانو او د هغو مرکزونو په هکله چې د انقلاب په پرمختګ کښې رول لوبوي دروغ ویل او پرې تور پورې کول، هغه طریقې دي چې په سنیزو عملیاتو کښې کارول کیږي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پارلیمان، شورای نګهبان، سپاهِ پاسدران او شتر شهید سردار سلیماني تورنول د دغو منفي کړنو ځینې نمونې وبللې او څرګنده یې کړه: هغوي که د خلکو له قهره نه ویریدل نو په امام خمیني(رح) به یې هم تور پورې کړی و خو د دې کار جرأت نه لري.