د ایران د بریالیتوب راز جهادي روحیه او د مقاومت کلتور دی
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر ټینګار وکړ له دښمن سره په مقابلې کښې د ایران د بریالیتوب راز جهادي روحیه او د مقاومت کلتور دی .
هغه وویل له دښمن سره چې پرمختللي وسلې لري په ټکر کښې د ایران د بریالیتوب راز په خلکو کښې جهادي روحیه او د مقاومت کلتور دی .
محمد مخبر زیاته کړه په جرړه ییز ډول له دښمن سره په ټکر کښې یوو او هیڅکله د ایران د اسلامي جمهوریت او د دښمن ټکر ختمیدونکی نه دی .
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر وویل د بایکاټونو ختمیدل او په خبرو کښې بریالیتوب د قدرت دریځ ته اړتیا لري .
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره که چیرې د ایران د خلکو د مقاومت روحیه نه وائ هیڅ بریالیتوب نه ترلاسه کیده وویل دغه روحیه کولای شي دښمن ته ماتي ورکړي او ایران بریالی کړي په نتیجه کښې باید په بریالیتوبونو کښې د کسانو په رول باندې کار وکړو .