په ایران باندې ټول بندیزونه باید له موافقې مخکښې ختم شي
دوحه ۲۰۲۲ نومې دوه ورځنۍ غونډه پرون د قطر د امیر او د ځینو هیوادونو د یوشمیر چارواکو په شتون او د یوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په ویډیويي وینا سره پیل شوه
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر وویل: د ضروري ضمانتونو د ورکولو، د بندیزونو د ختمولو او د امریکې د ترهګرو له تور لیسټه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د نوم د لرې کولو په شمول ځیني داسې مهم مسائل شته چې باید د برجام په سر موافقې ته له رسیدو مخکښې حل شي.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې کمال خرازي نن په (دوحه ۲۰۲۲) غونډې ترڅنګ د لبنان د وزیراعظم نجیب میقاتي په کتنه کښې ټینګار وکړ: په ایران باندې د ټولو ظالمانه بندیزونو ختمیدل باید ایټمي موافقې ته له رسیدو مخکښې عملي شي البته ددې مسائلو هواری د امریکې په ارادې پورې اړه لري.
هغه هم داشان د لبنان او مینځني ختیځ بدلونونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د لبنان د مسائلو حل لاره د بهرنیو لاسوهنو بندیدل او د کورنیو خبرواترو ترسره کیدل دي.
په دغې کتنې کښې د لبنان وزیراعظم میقاتي هم د ایران خلاف د ظالمانه بندیزونو د ختمیدو د هیلې په ښودلو سره وویل: د بندیزونو په ختمیدو سره به ایران د سیمې په اقتصاد کښې د پياوړي رول په لوبولو کښې د یو بالقوه ظرفیت خاوند شي.
نجیب میقاتي هم داشان د لبنان د اوسنیو ستونزو په تشریح سره، په دغه هیواد کښې د ملي پيوستون او یووالي ساتنه د خپل حکومت مهم وړومبیتوب وباله.
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر هم داشان د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره په کتنه کښې د تهران او دوحې دوه اړخیزې اړیکې او د سیمې حالات وجاجول او د ایران او قطر د خپل مینځي اړیکو په پياوړتیا یې ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې دوحه ۲۰۲۲ نومې دوه ورځنۍ غونډه پرون د قطر د امیر او د ځینو هیوادونو د یوشمیر چارواکو په شتون او د یوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په ویډیويي وینا سره پیل شوه.