ایراني محصلینو د سویډن د سفارت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114932-ایراني_محصلینو_د_سویډن_د_سفارت_مخې_ته_اعتراضي_غونډه_وکړه
یوه ډله ایراني محصلینو د قرآن کریم د مقدس ساحت د حرمت په سپکاوي باندې اعتراض کښې په تهران کښې تجمع وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2022 05:40 Asia/Kabul
  • ایراني محصلینو د سویډن د سفارت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه

یوه ډله ایراني محصلینو د قرآن کریم د مقدس ساحت د حرمت په سپکاوي باندې اعتراض کښې په تهران کښې تجمع وکړه

د ویلو ده چې د تیرې جمعې په ورځ په سویډن کښې یوې ښي پالې تندلارې ډلې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې ایراني محصلینو په دغې تجمع کښې د یو شمیر پلی کارډونو په اوچتولو سره د قرآن سوځونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

تجمع کونکو هم داشان د (زمونږ سرې کرښې پيغمبر دی او قرآن)، (د هر مسلمان چپتیا له قرآن سره خیانت دی) او (مسلمان محصل د دین او قرآن ملاتړی دی) په شان شعارونو په ورکولو سره، په اسلام دښمنه اقداماتو او د قرآن شریف په سپکاوي باندې خپل اعتراض اعلان کړ.

ایراني محصلینو د دغې تجمع په پاې کښې د یوې بیانیې په صادرولو سره د مسلمانانو د اعتقاداتو او د قرآن کریم د مقدس ساحت د څرګند سپکاوي په غندلو سره وویل: کلونه وشول چې د اسلام ضده بهیرونو مشران او توکمپالان د نړیوال صهیونزم په ملاتړ او مشرۍ او د قدرت په مرکزونو کښې په نفوذ سره د خپلو سپیرو پلانونو د عملي کولو هڅه کوي او هر ځل په چټي پلمو سره د اسلامي مقدساتو د سپکاوي او په لویدیځو هیوادونو کښې د مسلمانانو د ژوند د سختولو په لټه کښې دي.

هغوي په یادې خبرپاڼې کښې ټینګار وکړ چې د قرآن نور او رڼا هیڅکله مړه کیدونکې نه ده او اسلام به هره ورځ لا وده او پراختیا ومومي.

دا په داسې حال کښې دي چې په سویډن کښې د قرآن مجید په سپکاوي باندې د اعتراضاتو د دوام له امله د زخمیانو شمیر ۴۰ تنو ته رسیدلی دی.