ايران د افغانستان د قندوز په سني جومات کښې بم چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115104-ايران_د_افغانستان_د_قندوز_په_سني_جومات_کښې_بم_چاودنه_وغندله
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د افغانستان د قندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په سني جومات کښې د بم چاودنه سخته وغندله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 23, 2022 05:08 Asia/Kabul
  • ايران د افغانستان د قندوز په سني جومات کښې بم چاودنه وغندله

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د افغانستان د قندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په سني جومات کښې د بم چاودنه سخته وغندله.

د قندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په يو جومات کښې د پرونۍ بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۰ شهيدان او له ۳۰ زيات ژوبل شول.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده د دغې ترهه ګريزې حملې په غندلو سره د دغې حملېد شهيدانو لپاره د الهي رحمت او د کورنيو لپاره يې د الهي اجر دعا  وکړه.

خطيب زاده په افغانستان کښې د وروستيو ورځو ترهه ګريزو حملو لړۍ ته په اشارې سره په دغه هېواد کښې د تشدد او وژلې سختېد د ژورې اندېښنې سبب وبللې او تاکيد يې وکړ، په قندوز ولايت کښې په سني جومات حمله چې وړمه ورځ په مزار شريف کښې د شيعه په جومات د ترهه ګريزې حملې په دوم کښې رامنځته شوه په ښکاره د پرردو د مزدورانو چې په افغانستان کښې د کورني جنګ رامنځته کول غواړي د ترهه ګرو د پليدو اهدافو ښودنه کوي.

په کابل کښې د ايران سفارت هم د يوې بيانيې په صادرولو سره د دغه ترهه ګريزې چاودنې غندنه وکړه.