اسلامي ایران او عربستان خبرې ترسره کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115134-اسلامي_ایران_او_عربستان_خبرې_ترسره_کړي_دي
نور نیوز راپور ورکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د لوړرتبه استازیو ترمینځ د خبرو اترو پینځم (۵) پړاو د عراق په پلازمینې بغداد کښې وشو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د له سره پیلیدا په هکله روښانه لرلید پکښې انځور شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 23, 2022 13:24 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران او عربستان خبرې ترسره کړي دي

نور نیوز راپور ورکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د لوړرتبه استازیو ترمینځ د خبرو اترو پینځم (۵) پړاو د عراق په پلازمینې بغداد کښې وشو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د له سره پیلیدا په هکله روښانه لرلید پکښې انځور شوی دی .

د عراق او د عمان حکومتونو د ایران او د سعودي عربستان د استازیو ترمینځ د ګډو غونډو په جوړولو کښې اغیز شیندونکی رول لرلی دی .

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د سیکریټریټ لوړرتبه چارواکو او د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې مشر د دواړو هیوادونو د واک لرونکو استازیو په توګه په غونډو  کښې ګډون کړی دی .

د ایران او د عربستان د وروستۍ غونډې مثبتې فضا د اړیکو د له سره پیلولو لپاره د دواړو هیوادونو د ګامونو د ترسره کولو لپاره هیلې زیاتې کړي دي .

د ایران او د عربستان د استازیو ترمینځ د رغنده خبرو اترو او د مفاهمې فضا رامینځته کیدا ته په  پام سره اټکل کیږي په نږدې راتلونکي  کښې د تهران او د  ریاض د خارجه وزیرانو ترمینځ د ګډې غونډې د ترسره کیدا زمینه برابره شي .