ایران د پیاوړي عراق شتون د امنیت او سولې ضامن ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115324-ایران_د_پیاوړي_عراق_شتون_د_امنیت_او_سولې_ضامن_ګڼي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عراق په ډیرو انتخاباتو کښې د خلکو ګډون ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران په عراق کښې د سیاسي بهیر ملاتړ کوي او د یوه(۱) پیاوړي عراق وجود د سیمې د امنیت او د سولې ضامن ګڼي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2022 01:07 Asia/Kabul
  • ایران د پیاوړي عراق شتون د امنیت او سولې ضامن ګڼي

فارس خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عراق په ډیرو انتخاباتو کښې د خلکو ګډون ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران په عراق کښې د سیاسي بهیر ملاتړ کوي او د یوه(۱) پیاوړي عراق وجود د سیمې د امنیت او د سولې ضامن ګڼي .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د عراق د پارلمان له مشر محمد الحلبوسي سره په کتنه کښې د عراق له ثبات د ایران په ملاتړ باندې ټینګار سره وویل تهران د ایران امنیت د عراق امنیت او د عراق امنیت د ایران امنیت ګڼي .

حسین امیر عبداللهیان وویل انقلاب ضده  او بیلتون غواړي کسان باید د ایران د ګواښلو لپاره په عراق کښې امن ځاې ونلري .

د ایران خارجه وزیر صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې  د امنیت د ګواښ عامل وباله او د قدس د نړیوالې ورځې لمانځل یې د اسرائیلو رژیم له دسیسو سره د مقابلې لپاره یو (۱)ګام وباله .

د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي هم وویل عراق تل د ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړونو ګټه پورته کړي ده او په دې خاطر د ایران قدرونه کوي .

هغه وویل د عراق اساسي قانون د خپلو ګاونډیو هیوادونو د ګواښلو لپاره کسانو یا موسسو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي .

د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي له داعش او ترهګرۍ سره په مقابلې کښې له عراق څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ مننه وکړه او د ظالمانه بایکاټونو په مقابل کښې یې له ایران څخه په ملاتړ ټینګار وکړ .