د قدس نړيواله ورځ د اسلامي نړۍ د بېدارۍ ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115364-د_قدس_نړيواله_ورځ_د_اسلامي_نړۍ_د_بېدارۍ_ورځ_ده
نن جمعه د اپرېل نهويشتمه نېټه ده چې د روژې د مبارکې مياشتې له اويشتمې سره سمون خوري د قدس نړيواله ورځ ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 29, 2022 06:28 Asia/Kabul
  • د قدس نړيواله ورځ د اسلامي نړۍ د بېدارۍ ورځ ده

نن جمعه د اپرېل نهويشتمه نېټه ده چې د روژې د مبارکې مياشتې له اويشتمې سره سمون خوري د قدس نړيواله ورځ ده.

د روژې د مبارکې مياشتې وروستۍ جمعه د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي امام خمېني (رح) په نوښت سره د قدس نړيواله ورځ نومول شوې ده چې د ټولې نړۍ مسلمانان د صهيونېټ رژيم له نسل پرستانه سياستونو څه خپله کرکه او قهر اعلان کړي.

امام خمېني (رح) د قدس د نړيوالې ورځې په باره کښې وفرمايل: د قدس ورځ يوازې د فلسطين ورځ نه ده بلکه د اسلام ورځ ده. د قدس ورځ نړيواله ده او داسې يوه ورځ نه ده چې يوازې دې په قدس شريف پورې محدوده وي. دا ورځ له مستکبرانو سره د مستعضفانود مقابلې ورځ ده.

هر کال د رمضان د مبارکې مياشتې د آخري جمعې په راسېدو سره ورژتيان مسلمانان په ايران او د نړۍ په نورو هېوادونو کښې د قدس د نړيوالې ورځې په لاريونونو او مظاهروکښې په ګډون سره دغه ورځ نمانځي.