د ایران د پارلمان مشر:
اسلامي امت د بیت المقدس د ازادولو په سر جورجاړی نه کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د قدس د نړیوالې ورځې پرتمیني مراسمو ته په اشارې سره وویل: اسلامي امت به هیڅکله د قدس د ازادولو په سر جوړجاری نه وکړي او قدس شریف به د صهیونیستانو له منګولو څخه ازاد کړي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د پارلمان په عمومي غونډه کې وویل: اسلامي امت په سړکونو کې په حضور سره او د فلسطین د ازادولو په شعارونو سره د صهیونیستي رژیم په وړاندې یې خپل وحدت وښودله او د دغه سرطاني غدې د ورانېدو زیري یې ټوله نړي ته ورکړ.
هغه زیاته کړه: د فلسطیني ولس بې سارې مقاومت صهیونیستي رژیم یې لالهانده کړی او نورو هیوادونو سره د دې رژیم د اړیکو د رغولو دسیسه یې شنډه کړې ده.
یونسکو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پریکړه لیک په تصویبولو سره، قدس شریف او الاقصی جومات سره د یهودیانو هر ډول تړاو رد کړ او هغه یې د مسلمانانو لپاره یوه سپېڅلی ځای وباله.