د ایران او د عربستان خبرې د اړیکو د ټینګولو لاره خلاصوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي حسین نوش ابادي ټینګار وکړ د سعودي عربستان او د ایران ترمینځ د خبرواترو دوام د ناوړه تفاهم په کمیدا سره له امنیتي فضا څخه ډیپلوماټیکې فضا ته د خبرو اترو د حرکت کولو سبب کیږي .
هغه د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د اړیکو د بیا ټینګیدا اهمیت ته په اشارې سره وویل د سیمې دوو(۲) سټراټيژیکو هیوادونو په توګه د ایران او د عربستان اړیکې ډیر اهمیت لري او ضروري ده چې د بیلابیلو امنیتي او اقتصادي دلایلو په وجه دغه اړیکې له سره ټينګې شي .
حسین نوش ابادي زیاته کړه سعودي عربستان چې د اړیکو د نوي کولو کوشش کوي باید دقت وکړي چې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم تر اغیز لاندې ورنشي ، دغه سپارښتنه په دې خاطر ده چې د عربستان هیواد مشران په کلي ډول د فیصلو په غوره کولو کښې چنداني خپلواکۍ نده لرلي او له سیمې د ورهاخوا هیوادونو د فیصلو تر اغیر لاندې پریکړې کوي .
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او د خارجي سیاست د امنیت د کمیسیون غړي حسین نوش ابادي د ایران او د سعودي عربستان د اړیکو په رغولو کښې د عراق او د عمان هیوادونو رول ته اشاره وکړه او ویې ویل د خبرو دوام ناوړه تفاهم کموي او د ملګرتیاو د رامینځته کولو زمینه زیاتوي او له دې کبله دغه خبرې اترې له دې سره سره چې په امنیتي حوزې کښې او د نورو هیوادونو په مینځګړیتوب سره دي خو کولای شي په کاملا ډيپلوماټیکه فضا کښې د کلتوري او د اقتصادي مسائیلو په هکله په ښه ډول ترسره شي .