د ایران نوی نسل باید ملي هویت او غوړیدلی تمدن ولري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود ښوونه او روزنه د تمدن جوړونکي نسل تربیت کوونکي وبلله
او ویې ویل نوځوان او ځوان نسل باید ملي ، اسلامي او ایرانی هویت ولري او په ځان باندې اعتماد ولري ، مقاوم وي او د امام خمیني رحمت الله علیه له تفکرونکو او ایډیالونو خبر وي او هغه د عالمانانو په شان په کارنده ډول وروزل شي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای نن د ایران له سلګونو معلمانو او استادانو سره په کتنه کښې د اسلامي غوړیدا او د نوي تمدن د رامینځته کیدا اوږدمهاله هدف ته په اشارې سره وویل انساني سرچینې د هر تمدن بیخ بنايي ګڼل کیږي او د نوي اسلامي تمدن جوړونکي داسې نسل دی چې همدا اوس د معلمانو په اختیار کښې دی پر دې اساس د معلمۍ د کار اهمیت او ارزښت باید له دې زاویې درک کړو .
هغه وویل دغه نسل په دغه ستر هدف سره باید ایرانی او اسلامي هویت ولري ، پیاوړي او ژور اعتقادات ولري ، په نفس باندې اعتماد ولري ، ځان جوړ کړي ، د ختیځ او د لویدیځ د منسوخ شویو تمدونونو په وړاندې هوښیار وي ، پوه او کارنده وي چې وکولای شي دغه ستر تمدن جوړ کړي .
حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران له اسلامي انقلاب وروسته په ښوونې او روزنې کښې د نامتو عناصرو تربیت ته په اشارې سره وویل په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې د معلمانو د هڅې په برکت په بیلابیلو ډګرونو کښې کارنده عناصرو وده کړي ده خو کافي نه ده او د دغه غوړیدلي تمدن لپاره باید دا ډول روزنې پراخې شي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د مقاومت په ارزښت پوهیدل او مقاوم کیدل هم د زده کونکو ضرورتونه وبلل او ویې ویل په داسې نړۍ کښې چې هر څوک که هغه په ختیځ کښې وي او که په لویدیځ کښې وي د زور خبره کوي راتلونکی نسل باید د مقاومت ارزښت او اهمیت له همدا اوس زده کړي چې د دغو تعلیماتو په رڼا کښې تمدن جوړونکي ووسي او ملت او هیواد عزتمن کړي .